شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستاني پوځيانو د ننګرهار پر ګوشتې ولسوالۍ راکټي بریدونه کړي

پاکستاني پوځيانو د ننګرهار پر ګوشتې ولسوالۍ راکټي بریدونه کړي

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۱۶) د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، پاکستاني نظامیانو یو ځل بیا له پرون راهیسي په دې ولسوالي توپچي بریدونه پیل کړي چې ملکي وګړو ته یې سخت مالي زیانونه اړولي دي.

دوی وايي، بریدونه له پرون راهیسې د یادې ولسوالي په خوږ اګاخېلو سیمه باندې شوي دي.

د سرچېنې د معلوماتو له مخې، تېره ورځ ۳۰ او نن ۱۲ راکټي بریدونه شوي دي.

سرچینه دغه راز زیاتوي چې تر اوسه چاته ځاني زیان ندی اوښتې خو خلک یې د سیمې اړ کېدو ته مجبور کړي دي.

له تیرو لسو کالونو راهیسې، پاکستاني پوځیان د ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته پرتې سیمي په راکټونو ولي، چې ډیر ځله د افغان ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

پر ډیورنډ فرضي کرښه پراته افغان سرحدي ځواکونه بیا وایي، چې دوی د پاکستاني پوځیانو د هر ډول برید پر وړاندې اماده دي، خو ګیله لري، چې له مرکز څخه ورته د بلمثل عمل اجازه نه ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم پاکستاني نظامیانو د کونړ ولایت یو شمېر سیمې په توپونو ویشتې وې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم دغه بریدونه غندلي وو او له پاکستانه یې غوښتي وو چې د بریدونو لاس په سر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب