شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+جان لاک او پارلمان، خو څه ډول پارلمان؟| جنرال دولت وزیري

جان لاک او پارلمان، خو څه ډول پارلمان؟| جنرال دولت وزیري

جان لاک (زېږېدنه ۱۶۳۲ م، انګلستان – مړینه ۱۷۰۴ م کال) د خپل مهال ستر فيلسوف او نامتو طبیب و. نوموړی به تل د پاچا په مقابل کې د پارلمان تر څنګ ولاړ او د پارلمان ملاتړ به يې  کاوه.

ده به د دولت مطلق او بې انتها واک حق نه ګاڼه او د واکمن مطلق العنان واک يې د ټولنې په ګټه نه باله، د واکمن د مطلق واک په مقابل کې يې د خلکو له خوا انتقاد او مخالفت د دوی حق ګاڼه.

ده پر دې ټينګار کاوه چې د پارلمان قوه باید د نورو قواوو په نسبت لوړه او غښتلې وي، ځکه چې نوموړې قوه د ټولنې د سمون او د خلکو تر منځ د ښو اړيکو په خاطر قوانين جوړوي او دا قوانین د ټولنې د هوساینې او بسیاینې لپاره دي.

خو کوم پارلمان او کومه پارلمانې قوه؟ هغه کوم پارلمان ښودلی و او څرنګه پارلمان يې د ملت په ګټه باله؟

زه فکر کوم هغه به د یو داسې پارلمان پلوی و، چې غړي يې د خلکو په ازادو او سري\پټو رایو راغلي وي. په قوانينو پوه او د قوانينو د جوړولو مهارت او تجربه ولري. د ټولنې مشهور کسان وي، په فساد او رشوت اخیستلو کې ډيپلوم ونه لري. د خلکو خدمت خپل ماموریت ټاکلی و. د هېواد ګټې ورته له خپلو شخصي ګټو مهمې وي. خپله رایه د ټولنې د سمون او تل د خلکو په ګټه وکاروي. د ملت جوړولو له پاره کار وکړي. د اجراييه قوې کنترول او پر اجرائیه قوه نظارت د حکومت د سمون او ښه والي په خاطر وکړي. د اخلاقو او ښه چلند بېلګې وي، ځکه د ټول ملت سترګې د دوی پر لوري وي او زموږ په ټولنه کې هسې هم ګڼ حساسیتونه شته، چې خلک په کوچني ناوړه حرکت خفه کېږي، ملت دوی خپل استازي او خپل وکیلان ګڼي او د نکاح د پلار په څېر يې ټول واک دوی ته ورکړی وي.

وايي، پارلمان د دولت زړه دی، که په وجود کې زړه ژوندی وي او حرکت وکړي، وجود ژوندی او که نه ژوند امکان نه لري. په دې خاطر باید د زړه ټول شریانونه سم کار وکړي او ټول وجود ته وينه په مساوي توګه ورسوي. که چېرې یو شریان هم سم کار ونه کړي، ژوند پای ته رسېږي. ځکه ډاکټران تل کوښښ کوي چې د زړه ټول شریانونه پاک او صاف وساتي. زړه مسوول ګڼي چې وینه په برابره توګه ټولو رګونو ته ورسوي.

که د پارلمان وکیلان چې د زړه د شريانونو مثال لري پاک، واقعي استازي او پر هیواد مئين کسان نه وي، د زړه په څېر پارلمان ته هم روغ پارلمان نه شو ویلای. د پارلمان رئیس هم باید تر ټولو غوره کس وي، کله چې د پارلمان کوم غړی د پردیو په ګټه کوم کار ته لاس واچوي، د پارلمان د رئیس دنده ده چې لاس په کار شي او د ډاکترانو په څېر چې شریان پاکوي، دی هم  هغه وکیل خپلې لارې ته سم کړي.

نه دا چې غله او شوکماران پارلمان ته لاره ومومي او یا د پيسو په زور د پارلمان څوکۍ خپله کړي. شپه او ورځ په دې فکر وي چې څرنګه خپل جېبونه له ډالرو ډک کړي. په سیاسي معاملو کې ښکېل شي او له وکالت څخه د معاملاتو د لارښود دکان جوړ کړي.

یوه وکیل راته په مخکې دوره کې کیسه کوله چې د مالي کميسيون لپاره مې ځان کاندید کړی و، د کمیسیون یوه غړي ته مې لس زره ډالر ورکړل، چې خپله رایه ماته راکړي. کله چې هغه وکیل سهار راغی لس زره ډالر يې له ليرې راګوزار کړل او ويې ویل، چې هغه بل پنځلس زره ډالر راکړل، خپل لس زره ډالر دې واخله. ښه نو په دې څېر وکیلانو ته د ملت استازي ویلای شو؟ ایا دوی د هغه ملت استازیتوب کولی شي چې نیمايي وګړي یې په نسونو نه دي ماړه او وږي ویدېږي.

چینجن وکیلان پارلمان د خرابۍ پر لوري بیايي. د پارلمان وکیل چې د قانون په مانا پوه نه شي، څرنګه به د ملت په ګټه قوانین جوړ کړي. یو وخت زموږ د ننګرهار له يوه وکیل څخه يې د ظاهرشاه په واکمنۍ کې پوښتنه کړې وه چې«تو چی رای داری؟» هغه ورته ویلي وو، چې ننګرهار ته دوه لارې تللې دي یوه په لته بند او بله په ماهیپر.

نو داسې وکیلان چې د رايې او لارې تر منځ فرق ونه شي کړلای، دوی به څرنګه د هېواد د ملي ګټو تشخيص وکولای شي. څرنګه به ځان ته د خدمت لاره مشخصه کړي.

بله دا چې پارلمان د دولت یوه قوه ده، نه له دولت څخه جدا بل دولت. د دولت په راس کې جمهور رئیس دی. د پارلمان رئیس باید ټول تصامیم د ملت په ګټه له جمهور رئیس سره په تفاهم کې ونیسي، نه دا چې د دولت د کمزوري کولو او د خپلو ډالرو د ملیارد کولو له پاره پارلمان په خپله ګټه وڅرخوي. یا په سیاسي معاملو کې ښکېل شي او خپلو شخصي ګټو ته ترجیح ورکړي. د پارلمان رئیس هم یوه رايه لري، د جرګې هر غړی د دې حق لري چې د هېواد د ملي ګټو ملاتړ وکړي او هر هغه چينجن وکیل چې غواړي ټول پارلمان چینجن کړي، پر خپل ځای کښېنوي.

اختلافات په هره ټولنه کې وي او هر څوک د  خپلې رايې او فکر د اظهارولو حق لري. خو پر ملي ګټو قمار وهل یوازې د خاينو، وطن پلورونکو او چنجنو کسانو کار وي. دغسې کسان د ملت او هېواد دوستان نه بلکې قسم خوړلي دښمنان دي. دوی که په پارلمان کې وي او یا د دولت پر هره څوکۍ مېخ شوي وي، د ملت دوستان یې نه شو ګڼلای.

هر ملت خپل اتلان لري، چنګېز ته موږ د وحشي خطاب کوو، خو هغه د خپل ملت اتل ګڼل کېږي. راځئ د خپلو اتلانو، د خپل ملت او د خپلو خلکو ثنا ووایو. د نورو نوکري پرېږدو، یو ملت شو او د يوه واحد ملت په څېر د يوه واحد هېواد چې افغانستان دی، خدمت خپل فرض وګنو. ګڼ کاندید وزیران به د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کېږي، خو وکیلان باید تشخیص کړي چې کوم کاندید وزیر واقعي خدمتګار دی او وړتیا لري، د ملي ګټو په خاطر کې د باور رایه ورکړي، نه دا چې د سیاسي معاملو له مخې ځینې کاندید وزیران چې هېڅ ډول وړتیا هم نه لري، د باور رایې ترلاسه کړي.

پرون مې یوه ویډیو ولیده، یوه کس په کې ویل، د پښتنو ښځې غنیمت کړئ، د پښتنو سرونه ووهئ او په نوم پښتون ته دلته د اوسېدو حق مه ورکوئ، د افغان او افغانستان نوم له تاريخ څخه ورک کړئ. دا ډول نور چټیات یې ویلي وو.

راځئ له احساساتو کار مه اخلئ. هند چې د یو ملیارد او ۳۰۰ ملیونه اوسېدونکو او سلګونو ټبرونو سره یو ملت کېدای شي، چې بېلابېل مذهبونه، باورونه، ژبې، رنګونه او توکمونه په کې دي، چين چې د یو میلیارد او څه کم ۴۰۰ ملیونه نفوسو او سلګونو ټبرونو سره یو ملت کېدای شي، موږ ولې د ګران افغانستان یو ویاړلي افغان ملت نه شو کېدلای؟

زه خو د یوه پښتون په توګه په تاجکو، هزاره ګانو، ازبکو، او په نورو ټبرونو کې داسي دوستان لرم چې هر یو يې په زرګونو  پښتنو نه بدلوم.

د خپلو خويندو او ميندو په مخکې چې هغوی په بل ټبر پورې اړه لري ایا بد ویلو سره خپل عار نه ګڼو. مور يې پښتنه او پلار يې تاجک، مور يې تاجکه او پلار يې پښتون. راشئ اوس نو دوی په تاجک او پښتون سره بېل کړئ، ظلم دی، خیانت دی، بېځایه احساسات دي او شرم دی.

ښاغلی قانوني تاجک دی مېرمن يې پښتنه ده، ښاغلی دوستم ازبيک دی یوه مېرمن يې پښتنه ده، زما د یوه ملګري چې پښتون دی مېرمن هزاره ده، د زرګونو پښتنو مېرمنې تاجکې، ازبکې او له نورو ټبرونو څخه دي، خو دوی د یوه ملت چی هغه افغان ملت دی غړي دي.

د پارلمان دنده دا نه ده چې پارلمان پر ډلو ووېشي. په نوره نړۍ کې پارلمان د هېواد د ملي ګټو په خاطر پر سیاسي ډلو وېشي او هره ډله بیا د ډېر او کره خدمت ټټر وهي.

پارلمان پر توکمونو او ټبرونو وېشل د ملت د دښمنانو کار دی. که یو څوک ځان د افغانستان جنرال ګڼي او ټولې رتبې يې هم د افغانستان په نامه او د افغانستان د جمهور رئيس په لاس ليک اخیستي وو، بیا نو هغه د افغان ملت او افغانستان جنرال دی، نه د ازبکو، تاجکو او پښتنو.

عقل، ښه فکر، له هېواد سره مينه، هېواد ته چوپړ، د یوه ښه، پوه، عاقل، پر هېواد مئين او خدمتګار افغان دنده ده، هر چینجن او کدو هېواد ته د خدمت وهلو ټټر نه شي وهلای. هغه که ډاکټر وي، که انجنير وي، که جنرال وي او که هره بلا وي، هغه د هېواد له پاره د زهرو بوټي دي. د زهرو بوټو ته اوبه ورکول خپل ملت ته د زهرو د پېچکارۍ کولو په مانا دي. د داسې کسانو رټل او ټکول په کار دی.

« خپل ملت له خاینو او د لستوڼي له مارانو وژغورئ.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب