Homeخبرونهلوګر کې افغان ځواکونو عملیات پیل کړې

لوګر کې افغان ځواکونو عملیات پیل کړې

تاند( پنجشنبه، د دلوې ۱۶) لوګر ولایت کې ډېری کلي د وسله والو له شتون څخه پاک شوي دي

د لوګر د امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزي رسنیو ته ویلي، چې له تېرو دوه ورځو راهیسې د لوګر ولايت په مرکز پل علم کې د امنيتي ځواکونو ګډ چاڼيز عمليات پيل شوې، چې تر دې دمه یې لس کلي تصفيه او له وسله والو یې پاک کړي دي.

احمدزی زیاتوي چې په دغو سیمو کې عملیات لا هم دوام لري.

د احمدزی په وینا، په دغو عملياتو کې ۴۰ عرادې بې اسناد موټر، ۱۴ عرادې موټرسایکلونه، نظامي يونيفورم، يو ميل کلاشينکوف او دوه ميله تفنګچې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د نوموړي په خبره دغه عملیات به نورو سیمو ته هم وغځیږي تر څو ټول ګواښونه له منځه لاړ شي.

دغه عملیات داسې مهال پیلیږي چې په دې وروستیو کې د مرکز کابل په ګډون ګڼو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی او ډېری خلکو ته مرګ ژوبله رسېږي.

تر اوسه په دې عملیاتو کې کوم لوري ته د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی او نه هم کومې ډلې تر اوسه په دې اړه رسنیو ته غبرګون ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...