Homeخبرونهد افغان دولت مرکچي پلاوي په آنلاین ناسته کې د کندهار له...

د افغان دولت مرکچي پلاوي په آنلاین ناسته کې د کندهار له خلکو سره خبرې وکړې

تاند (پنجشنبه د دلوې ۱۶) په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ د خبرو ټکني کېدو سره افغان مرکچي پلاوي له خلکو سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې ده.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د حکومت د مرکچي پلاوي ځینو غړیو پرون د کندهار ولایت له اوسېدونکو سره آنلاین غونده کړې.

ددې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې کې ګډونوالو د سولې په چوکاټ کې پر بشري حقونو، زده‌کړو، د جنګیالیو پر بیا ادغام، بیان ازادۍ، ډیموکراسۍ او یو شمېر نورو مسایلو بحثونه وکړل او د خپلو نظرونو او وړاندیزونو پایله یې له مذاکره ‌کوونکي پلاوي سره شریکه کړه.

سرچینه زیاتوي، د مرکچي پلاوي دوو غړیو مولوي عطاالله لودین او شریفې زرمتۍ په خپلو خبرو کې وویل چې د دوی پلاوي ته د خلکو نظرونه مهم دي او زیاته کړې یې ده چې دغه ډول لیدنو او له خلکو د مشورو اخیستلو ته به دوام ورکړي.

باید وویل شي چې له تېرو شاوخوا ۲۰ ورځو راپدېخوا په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بین‌الافغاني خبرو بهیر ځنډېدلی دی، خو د دولت پلاوی بیا وايي چې دوی خبرو ته تیار دي، ولې طالبان ورسره د مذاکراتو مېز ته نه حاضرېږي او د مذاکراتو پر ځای ځینو هېوادونو ته په سفرونو بوخت دي.

طالبان بیا وايي، خبرې درېدلې نه دی، بلکې د دوی پلاوی د مهمو کارونو له پاره ځینو هېوادونو ته سفرونه کوي او دا ځنډ طبعي دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...