جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې هاوان برید ۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

ننګرهار کې هاوان برید ۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند(پنج شنبه، د دلوې ۱۶) د ننګرهار په شېرزاو ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله ۷ تنه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه د شيرزادو ولسوالۍ د طوطو په ګرخېلو سيمه کې د وسله والو طالبانو له لورې د توغول شوې هاوان مرمۍ د لګېدو له امله يوه مېرمن وژل شوې او څلورو ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ۶ تنه غړي ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یوه بل خبر له مخې، نامعلومو وسله والو تېر ماښام د جلال اباد ښار د شپږمې ناحیې اړوند فامیلو سیمه کې د صدیق الله په نوم یو کس په ډزو وواژه او له سیمې وتښتېدل.

ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې وژل شوی کس صدیق الله صدیقي نومېږي چې په جلال اباد کې د ځلاند په نوم د یوه خصوصي ښوونځي مشر و چې سیمه کې خپل کور ته پرلاره وژل شوی دی.

د ننګرهار رسنیو دفتر هم پېښه تاییدوي خو وایي چې پېښه د چپرهار ولسوالۍ اړوند یوه سیمه کې رامنځته شوې ده.

د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

په دې وروستیو کې د مرکز کابل په ګډون ګڼو ولایتونو کې د جګړو سربیره هدفي وژنو هم زور اخیستی او هره ورځ د ګڼو خلکو د مرګ ژوبلې خبرونه خپریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب