دا خبره مو مخکې په نورو لیکنو کې هم کړې وه، چې د جګړې ټول مفهوم او موخه د دښمن ماتول او د جګړې د ډګر ګټل دي. دا ډول یوه بریا د انساني ځواک، پوځي تجهیزاتو او ښه پلان تر څنګ غوره او پرځای نوښت ته هم اړتیا لري، خو څرنګه چې په ګوړه، ګوړه ویلو خوله نه خوږېږي، د دښمن ماتول او د جګړې د ډګر ګټل هم په احساساتو، بخت او تقدير لاس ته نه راځي.
د خولې د خوږولو لپاره د ګوړې خوړل په کار دي او د جګړې ګټل په پوځي هنر او نظامي دوکتورینو کې ځانته ځانګړې اصول او قواعد لري. یو له هغو اصولو او قواعدو څخه د قوماندان ابتکار او نوښت دی. که په جګړه کې قوماندان نوښتګر او مبتکر وي، هېڅ وخت د دښمن د عکس العمل په تمه نه پاته کېږي، بلکې مخکې له دې چې دښمن ده منتظر اوسي، نوښتګر قوماندان مخکې موضع نیسي او د دښمن د راتلو په انتظار وي. په خپل نوښتګر سوچ او تدبیر سره د خپلو سرتېرو د مرګ ژوبلې مخه هم نیسي، اقليمي شرایطو ته په کتو د جګړې تاکتیک هم بدلوي او په کم بشري ځواک سره ډېره پوځي لاسته راوړنه لري.
سون تزو به سپارښتنه کوله او ویل به يې:
«هغه قوماندان چې لومړی موضع نیسي او د دښمن لاره څاري، هغه په قوت کې وي او هغه څوک چې ناوخته رسېږي او د جګړې پیلولو ته بیړه کوي، کمزوری او ماتېږي.»
نوښتګر قوماندان خپل دښمن د جګړې ډګر ته را کشوي او تل د دښمن له خوا جګړې ته د ورکشولو ځان ساتي.
هغه قوماندان چې غواړي دښمن په خپله خوښه جګړې ته راکش کړي، په لوی لاس دښمن ته د غولولو ځینې امتيازونه ورکوي او په دې توګه پر دښمن د ګوزار کولو له پاره په خپله ګټه شرایط را منځ ته کوي. ځکه که چېرې قوماندان مخکې له مخکې د دښمن ځينې مهمې او ستراتيژيکې نقطې ونیسي، دا هغه پیشو ته ورته خبره ده چې د زرګونو موږکانو د سوري په خوله کی ولاړه او یو موږک هم له وېرې د وتلو هڅه نه شي کولای.
نوښتګر قوماندان تل د دښمن غښتلي برخې ځان ته معلوموي او د کمزوري کولو کوښښ يې کوي او که د استراحت په حال کې وي بايد بې خوبه او سرګردان يې کړي.
په جګړه کې ډېر اړين نوښت د يوه قوماندان له پاره دا هم دی، چې د دښمن پر هغه ځای برید وکړي چې دښمن ورته په تمه نه وي.
تسائو تسائو به هم پر دې ټينګار کاوه او ویل به يې:
«چېرې چې دښمن ستاسې په تمه نه وي را څرګند شئ او ګوزار پرې وکړئ.»
د جګړې په ډګر کې ستر نوښت او ابتکار په دې پورې هم اړه لري، چې قوماندان د دې وړتیا ولري چې د ده د فعاليت او موخې په اړه که دښمن هر څومره هلې ځلې هم وکړي معلومات تر لاسه نه کړي او له دې سره دښمن ته د ده غلط معلومات کره ښکاره شي او عمل پرې وکړي.
په جګړه کې د محرميت او د راز ساتل د پوځي دوکتورینو په ډېرو اساسي اوصولو کې حسابېږي. په ګڼو هېوادونو کې د دغسې رازونو د افشا کولو په وړاندې سختې سزاګانې ټاکل شوې دي.
نوښتګر قوماندان د جګړې په ډګر کې له ځانه داسې نښې نښانې نه پرېږدي، چې د دوی په موجودیت شاهدي ورکړي او تل خپل پروګرام او خپله خریطه د ډېرو نږدې کسانو هم پټه وساتي او هغه خریطه چې د دښمن د غولولو له پاره وي، په ډېره ځیرکۍ سره يې د پټ ساتلو کوښښ کوي، خو په لوی لاس داسې ښيي چې ډېره مهمه، محرمه او اساسي خریطه ده او په هوښیارۍ سره کوښښ کوي چې معلومات يې تر دښمن پورې ورسېږي.
په جګړه کی د بريد پر مهال د باد په څېر راتګ او د شا تګ پر وخت د برېښنا په څېر شا ته تګ ستر نوښت دی، دا یوازې هغه قوماندان تر سره کولای شي چې مبتکر او په پوځي اصولو پوه وي.
نوښتګر قوماندان په دې پوهېږي چې کله، چېرې، په څه شکل او په څومره ځواک سره د دښمن مقابلې ته ورمخکې شي. په دې صورت کې که د دښمن د سرتېرو شمېر زیات هم وي، برې به د ده پر خوا وي، ځکه مقابل لوری نه شي کولای چې پر خپل وخت ځان او خپل ځواک راټول او سم يې وکاروي.
په جګړه کې د محرميت تر څنګ ځان ته د دښمن د کمزورو نقطو او برخو معلومول او له دې سره د خپل ځواک منسجم او د دښمن له نفوذ څخه ساتل د نوښتګر قوماندان د وړتیا او په پایله کې د بریا ښکارندوی وي.
په جګړه کې له ټولو نوښتونو د شابلوني حرکاتو او تاکتيکونو ځان ساتل د قوماندان له لومړۍ درجه نوښت او ابتکار څخه شمېرل کېږي. د یوه حرکت او یا تاکتیک ټاکل باید د شرایطو، اقلیمي وضعیت او د ځمکې د عوارضو مطابق وټاکل شي، که چېرې حرکات شابلونې او تکرار تر سره شي، دښمن په اسان توګه کولای شي د دویم یا درېیم ځل لپاره په ښه توګه د حرکتونو مخه ونیسي.
په جګړه کې د یوه پوځ حرکات د اوبو په څېر وي، څرنګه چې اوبه د اراضي سره سم ځان عیاروي او خپل حرکت نه تغیر ورکوي یا هم خپل رنګ بدلوي په همدې توګه قوماندان هم د خپل پوځ حرکات په همدې شکل تنظیم کړي. په جګړه کې هېڅ دایمې شرایط وجود نه لري.
په پایله کې هغه پوځ به بریالی وي چې متحرک، نوښتګر، مبتکر او د جګړې په هنر پوه قوماندان ولري.