Homeخبرونهد کندوز سپین زر شرکت د غوړیو تولید بیا پیل کړ

د کندوز سپین زر شرکت د غوړیو تولید بیا پیل کړ

تاند (پنجشنبه د دلوې ۱۶) له دوو لسیزو وروسته د کندوز ولایت د سپين زرشرکت د غوړیو فابریکې د بېرته فعالېدو لپاره پنځه ماشینونه نصب شول او کار یې پیل کړ.

ځايي چارواکي وايي، دغه نوي ماشینونه له ازبکستان څخه اخيستل شوي چې په ۲۴ ساعتونو کې د لس ټنو غوړیو پر پروسیس سربېره د هر ډول تیلي دانو د پروسیس ظرفیت لري.

د کندوز ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپانه کې ویلي: « د کندوز سپين زر فابریکې د غوړیو د ماشینرۍ ازمیښتي کار په بریالیتوب ترسره شو.»

د کندوز والي عبدالستارمیرزکوال وايي، ډېر ژر به د دې فابرېکې ټولې اړتیاوې پوره او په دوامداره توګه به فعالیت پيل کړي.

د چارواکو په وینا د سپین زر فابریکې په بیا رغېدلو ۱۲۰ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی دی چې د غوړیو سربېره کونځلې، کنجاړه او صابون هم تولیدوي.

د سپین زرشرکت د غوړیو فابریکه د دې ترڅنګ چې د کندوز د خلکو اړتیاوې پورې کوي، د دې فابریکې تولیدي محصولات ګاوندیو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې د دغې تصدۍ په بېرته فعالېدو سره به سلګونو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي.

د سپین زر شرکت لومړی ځل په ۱۳۱۴ کال کې د شمالي شرکت په نوم خپل فعالیتونه پیل کړي وو چې وروسته د سپین زر شرکت په نامه ونومول شوه، د تېرو څو کلونو راپه دې خوا د کورنیو جګړو له امله په ټپه ولاړه وه، خو اوس بېرته فعاله شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...