جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسټولټنبرګ: له افغانستانه د ځواکونو ایستل د سولې هڅې ګواښي

سټولټنبرګ: له افغانستانه د ځواکونو ایستل د سولې هڅې ګواښي

تاند(پنج شنبه، د دلوې ۱۶) د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې په دې حساسو شرایطو کې له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل د تېرو لاسته راوړنو د له منځه تلو مانا لري او په بېړه له دغه هېواده وتل به د سولې هڅې له ګواښ سره مخ کړي.

هغه ټینګار کړی دی چې طالبانو له ترهګرو ډلو ځانګړې توګه القاعده ډلې سره اړیکې نه دي پرې کړې او که چېرته بهرني سرتېري ووځي نو دا هېواد به یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو په خوندي پټنځای بدل شي.

هغه طالبانو ته په خپل پیغام کې ویلي چې دغه ډله باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي، تاوتریخوالی دې ودروي او په دې توګه دې دوی ډاډه کړي چې سولې ته ژمن دي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې نن د امریکا کانګریس ویلي چې د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټه دې وځنډول شي.

د امریکا د کانګریس په غوښتنه د یوې ځانګړې ټاکل شوې ډلې له لوري د افغانستان په اړه یو راپور تیار شوی دی او په دې راپور کې راغلي چې په بېړه له افغانستان د امریکايي عسکرو ایستل به بدې پایلې ولري.

په راپور کې راځي چې ښايي په دې کار سره افغانستان د داخلي جګړو لوري ته لاړ شي او القاعده شبکه یو ځل بیا په دغه هېواد کې پیاوړې شي.

د امریکا کانګریس ویلي چې له افغانستان دې د امریکايي ځواکونو ایستل په شرایطو پورې وتړل شي، ځکه طالبانو تر دې دمه پر ژمنو عمل نه دی کړی او ښایي دغه ډله د خونړیو جګړو پلان ولري.

سرچینې ویلي له همدې امله د بایډن ادارې ته په کار ده چې د سرتېرو د ایستلو پرېکړه په شرایطو پورې وتړي.

د کانګریس راپور پر دې ټینګار کړی چې له مذاکراتو دې شاتګ نه کېږي، خبرې دې ادامه پیدا کړي خو دغه مذاکرات باید اغېزناک وي او ډاډ ترلاسه شي چې په افغانستان کې د جګړو د ختمېدو سبب ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب