یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد کانګرس له رپوټ څخه د افغان چارواکو تود هرکلی

د کانګرس له رپوټ څخه د افغان چارواکو تود هرکلی

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۱۶) افغان حکومت له راتلونکې مې میاشتې وروسته هم په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د پاتې کېدو په اړه د امریکا کانګرس لپاره د چمتو شوي ځانګړي رپوټ هرکلی کړی دی.
د ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د امریکا د کانګرس له لوري د افغانستان د وضعیت د جاج اخیستلو د کمېټې د سپارښتنو هرکلی کوي.‌
امریکا کې د افغانستان د وضعیت ارزولو یوې ډلې سپارښتنه کړې چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو نېټه دې وځنډول شي او دا چاره دې د طالبانو له خوا د دوحې په هوکړه کې د شویو ژمنو عملي کولو سره وتړل شي.
لومړي مرستیال امرالله صالح دې رپوټ ته په غبرګون کې نن پنجشنبه پر خپل ټوېټر لیکلي چې د رپوټ د سپارښتنو هرکلی کوي.‌
ښاغلي صالح همدا راز د افغانستان ملي تلویزیون سره خبرو کې ویلي، د دې رپوټ د چمتو کولو پر مهال پخپله له ده او افغان ولسمشر محمد اشرف غني، او همدا راز له شاوخوا شپېتو ډلو نظرونه غوښتل شوي وو.
نوموړي ټینګار کړی چې افغان حکومت د سولې لپاره خپلې هڅې کړې دي، خو که دوحه کې بین الافغاني خبرې ناکامېږي نو مسئولیت به یې د طالبانو پر غاړه وي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې د دې رپوټ هرکلی کړی او وایي، د رپوت سپارښتنې د افغان دولت دا دریځ تائیدوي چې طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو، ترهګرو سره د اړیکو پرې کولو او له سوله ییزې لارې د جګړې د ختمولو برخه کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړې. ‌
بله خوا طالبان وايي، د افغان کشالې یوازینۍ حل لار د امریکا او دې ډلې ترمنځ د تېر کال “د دوحې سولې تړون پلي کول دي او که هرڅوک دا تړون مات کړي، د راتلونکې هرې پېښې مسئولیت به یې په غاړه وي.”
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی د دوحې تړون ته ژمن دي او د جو بایډن له حکومت غواړي چې پر دغه تړون ودرېږي.
خو امریکا کې د افغانستان د وضعیت ارزولو یوې ډلې- چې د کانګرس له خوا ټاکل شوې- نوې ادارې ته سپارښتنه کړې ده چې د سولې له روانو هڅو د منلو وړ پایلې د تر لاسه کولو په موخه پکار ده چې تر راتلونکې می میاشتې امریکايي ځواکونه له افغانستان ونه ایستل شي.
کانګرس ته وړاندې شوی رپوټ کې ویل شوي، په اوسني حالت کې له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو وتل، د کورنۍ جګړې، سیمه ییزې بې ثباتۍ او د القاعده له اړخه د پېښ ګواښ د بیا پیاوړي کېدو لامل ګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرکال د فبرورۍ په وروستۍ نیټه د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه کې پریکړه شوې چې ټول بهرني سرتیري به د روان کال تر می میاشتې له افغانستانه وځي.
افغانستان کې اوس ۲۵۰۰ امریکایي او د ناټو نږدې ۷ زره سرتیري میشت دي، تېره اونۍ د ناټو چارواکو هم رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو چې له افغانستان د ځواکونو وتلو ته شرایط برابر نه دي او طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب