چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهد کابینې نویو وزیرانو د لوړې مراسم تر سره کړل

د کابینې نویو وزیرانو د لوړې مراسم تر سره کړل

تاند (پنجشنبه د دلوې ۱۶) ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، هغو وزیرانو چې له ولسي جرګې څخه یې د باور رایې تر لاسه کړې وې د لوړې مراسم تر سره کړل.

ارګ نن پنجشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کابینې هغو وزیرانو چې په دې وروستیو کې یې له ولسي جرګې څخه د باور رایې ترلاسه کړې وې، نن ماسپښین یې په ارګ کې د لوړې مراسم تر سره کړل.

سرچینه زیاتوي: «وزیرانو له لوړې وروسته جمهور رئیس هغوی ته د مبارکۍ پرمهال له ولسي جرګې څخه دغو وزیرانوته د باور رای ورکولو څخه مننه او هغوی ته په ورسپارل شویو مسوولیتونو کې د بریا هیله وکړه.»

په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي: «خلک منتظر دي چې ستاسو په توانا مټو، منسجم فکر او پاکو لاسونو د افغانستان اسلامي جمهوري نظام پیاوړی شي.»

ښاغلي غني له وزیرانو غوښتي چې اساسي قانون تطبیق کړي. نوموړي زیاته کړې اساسي قانون ملي وثیقه ده او څومره چې عملي کېږي د خلکو باور ورسره زیاتېږي چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه ورسره د نظام مشروعیت لوړېږي.

دغه وزیران په داسې مهال د لوړې مراسم تر سره کوي چې د ولسي جرګې له لوري دوه تایید شوي وزیران د ولسمشر غني له لوري د فساد په تور له دندو ګوښه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب