دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد امریکا کانګرس: له افغانستان څخه د ځواکونو وتل باید مشروط وي

د امریکا کانګرس: له افغانستان څخه د ځواکونو وتل باید مشروط وي

تاند(پنجشنبه، د دلوې ۱۶) د امریکا کانګرس وايي، په افغانستان کې د ځواکونو وتلو ته بېړه نه ده په کار او د وتلو نېټه  یې باید وځنډول شي.

 کانګرس د ا فغانستان د وضیعت ارزونې په راپور کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل به یو وار بیا په یاد هېواد کې د جګړو لمن پراخه کړي او ښايي په افغانستان کې د القاعده ډله بیا قوت ته ورسیږي.

د امریکا کانګرس دغه راز زیاتوي، چې طالبانو په افغانستان کې بریدونه ډېر کړي او د یوې پراخې جګړې پلان لري، چې غواړي د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یې عملي کړي.

 کانګرس طالبان بې باوره بللي او د بایډن له ادارې څخه یې غوښتنه کړې، چې د ځواکونو ویستل دې مشروط کړي.
د امریکا کانګرس د دوحې هوکړې ته په اشارې ويلي، چې طالبان په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي.

کانګرس یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې څه موده وړاندې د امریکا د نوې ادارې دفاع وزیر لویډ اسټین هم ویلي وو، چې په طالبانو باندې باور سخت کار دی او لاهم القاعده ډله د دوی تر چتر لاندې فعالیتونه کوي.

بل پلو بیا طالبان وايي، چې دوی د دوحې هوکړې ته ژمن دي او له امریکا هم د ژمنتیا تمه لري.

له دې ټولو سره – سره بیا د طالبانو د سیاسي ډلې ویاند سهیل شاهین  دوه ورځې وړاندې ایران کې خبریالانو ته وویلي وو، چې که امریکا له افغانستان څخه په ټاکلې موده کې ونه وځي؛ نو دوی به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب