جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهایران: د طالبانو په دریځ کې بدلون نه دی راغلی

ایران: د طالبانو په دریځ کې بدلون نه دی راغلی

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان سره لیدلي دي.

طاهریان په دې لیدنه کې ایران ته د طالبانو د وروستي سفر په اړه وضاحت او معلومات ورکړي دي.

نوموړي ویلي ایران د سولې په اړه له طالبانو سره اوږدې خبرې لرلې خو داسې ښکاري چې دغه ډله پر خپل پخواني دریځ او تګلاره ولاړه ده او په دې برخه کې بدلون نه دی راغلی.

حنیف اتمر هم ویلي چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او تاوتریخوالی یې نه دی کم کړی.

اتمر د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري هم اړینه بللې ده او ټینګار یې کړی چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېږي او طالبان دې پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې بیا د روانو جګړو مسؤلیت ګڼ شمېر هېوادونو هم پر طالبانو اچولی، خو دا ډله بیا د هېواد په یو شمېر سیمو کې په جګړو او هدفي وژنو کې خپل لاس ردوي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې امریکا هم څوځله یاده ډله ددوحې په تړون کې پاتې بللې وه او پر دوی یې باور یو سخت کار یاد کړی و.

طالبانو د سولې دویم پړاو مذاکراتو پر ځای خپل بهرني سفرونه ډېر کړي، چې د ملابرادر په مشرۍ د ایران سفر سره هم مهاله یې یو بل پلاوی د عباس ستانکزي په مشرۍ روسیې ته تللی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب