جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeداسې هم شتهامريکا کې جوړ شوی روبوټ محصلانو ته درس ورکوي

امريکا کې جوړ شوی روبوټ محصلانو ته درس ورکوي

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۱۶) يوې امريکايۍ کمپنۍ د Bina48 په نوم داسې روبوټ جوړ کړی چې د دغه هېواد په ويسټ پواينټ نظامي پوهنتون کې د فلسفې، مينې او اخلاقو استاذ يا rob professor  دی.

دا روبوټ له يوه بل استاذ‌ سره د ‌مرستيال استاد په توګه په ټولګي کې وي او د ۱۰۰ نفري ټولګي ټولو زده‌کړيالانو پوښتنو ته ځوابونه وايي.

 ټول هغه مالومات لکه د سټنفورډ او اکسفورډ پوهنتونو نصاب، د فلسفو ډيکشنرۍ، ويکيپېډيا او نور اړين مالومات په کې ډاونلوډ شوي او په ټولګي کې بيا له انټرنېټ پرته درس ورکوي.

 جالبه يې دا ده، که شاګرد او يا هم محصل وغواړې نوټ ترې واخلي، نو خبرې او د موضوع تشرېح په ډېرې کرارۍ سره کوي.

د نورو خبرو ته غوږ هم نيولی شي او له محصلانو سره په مباحثو کې هم تکړه دی.

 تېر کال يې د فلسفې اړوند علومو په اړه په يوه ۱۶ اوونيز کورس کې هم ګډون درلود او د بريا سرټفيکېټ يې واخېست. خو دا ‌چې کار يې ‌بيخي فوق العاده نه دی، بل انسان استاذ ته هم اړتيا شته چې د درس ورکولو پرمهال يې ترڅنګ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب