یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنې؛ بشري مرستو او افغان سوله کې د همکاریو د دوام...

اروپايي ټولنې؛ بشري مرستو او افغان سوله کې د همکاریو د دوام ژمنه تازه کړه

تاند ( پنج شنبه، د دلوې ۱۶) ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، ولسمشرغني د اروپايي ټولنې له یوه پلاوي سره کتلي او پر بېلابېلو مسایلو یې خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کاږي چې په دې لیدنه کې تر ډېره د اروپايي ټولنې پر بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي.

د سرچینې په حواله دغه ټولنې ژمنه کړې چې دوی به په افغانستان کې خپلې مرستې او همکارۍ ډېروي.

سرچینه وایي چې په دې ناسته کې د بشري مرستو ترڅنګ  پر افغان سولې هم خبرې وشوې.

ولسمشرغني د سولې په اړه ویلي چې په دې برخه کې د نړیوالو همکاري مهمه ده.

غني زیاته کړې چې افغان حکومت د سولې غوښتونکی دی خو داسې سوله چې په کې وروستۍ لاسته راوړنې خوندي او جګړه بنده شي.

د اروپايي ټولنې پلاوي هم ویلي چې بین الافغاني مذاکرات باید دوام وکړي او دوی له یوه سوله ییز افغانستان سره هر اړخیزو مرستو ته تیار دي.

اروپايي ټولنه داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، په دوحه کې د سولې خبرې دمګړۍ په ټپه ولاړې دي او له دې سره هم مهاله په افغانستان کې هم جګړې زور اخیستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب