شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونههرات کې د ترهګریزو فعالیتونو په تور ۱۱ کسیزه ډله ونیول شوه

هرات کې د ترهګریزو فعالیتونو په تور ۱۱ کسیزه ډله ونیول شوه

تاند (سه شنبه د دلوې ۱۴) د هرات ځايي چارواکي په دغه ولایت کې د یوې ۱۱ کسیزې ترهګریزې ډلې د نیول کېدو خبر ورکوي.

د هرات والي سید وحید قتالي نن سه شنبه په یوه خبري ناسته کې وویل چې دغه کسان د هرات د ملي امنیت عمومي ریاست کارمندانو له لوري نیول شوي دي.

د ښاغلي قتالي په وینا نیول شوي کسان د طالبانو د استخباراتو غړي دي چې د هدفي وژنو په څو قضیو، د مقناطیسي ماین چاودونو، د سرتېرو او د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونو کې لاس لري.

نوموړی زیاتوي، دې کسانو پلان درلود چې یو شمېر امنیتي چارواکي په نښه کړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې ونیول شول.

د هرات د ځايي چارواکو په وینا ددې شبکې غړي په دې ولایت کې د متحده الاتو د قونسلګرۍ په ګډون په ۱۱ ترهګریزو بریدونو کې لاس لري. هرات کې د متحده ایالاتو په قونسلګرۍ شاوخوا اته کاله وړاندې برید شوی و.

له دې کسانو څخه یوه اندازه تجهیزات، لاسي بمونه، بې غږه تفنګچې او کلاشینکوفونه، مقناطیسي بمونه، ریموټ کنټرول بمونه او یو شمېر نور مهمات هم تر لاسه شوي دي.

تر دې وړاندې د مشرانو جرګې یوه پلاوي ادعا کړې وه چې په هرات کې ۱۶۸ ترهګریزې ډلې فعالیت کوي چې له دې ډلې ۲۲ هغه یې خطرناکې دي او زیاته کړې یې وه چې دغه ۲۲ ډلې د ګاونډي هېوادونو له خوا تقویه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب