چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهاندړ: د امریکا او طالبانو هوکړه د ټولو بین الافغاني مسئلو د...

اندړ: د امریکا او طالبانو هوکړه د ټولو بین الافغاني مسئلو د پرېکړو بنسټ نه ده

تاند ( سې شنبه، د دلوې ۱۴) د افغانستان د ملي امنیت شورا د طالبانو له خوا د نظام پر څرنګوالي بحث تر وخت مخکې ګڼي او وايي په کار ده، لومړی په افغانستان کې د روانې جګړې پر ختمېدو بحث وشي.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ رسنیو ته په یو استولي ويډیوي پیغام کې وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لیک د ټولو بین الافغاني مسئلو د پرېکړو بنسټ نه دی او که طالبان د سیاسي فعالیت په جریان بدل شي، د جمهوریت په چتر کې ورته د شاملېدو امکان برابرېږي.

نوموړی زیاتوي: « طالبان د نظام پر میکانیزم تر تبصرو مخکې د دې خاورې د خلکو د وینو مسوول دي. د نظام پر چوکاټ اوس بحث تر وخت مخکې دی. فعلاً افغانان دې ته منتظر دي چې د جګړې دا ګرم اور مړ شي.»

د هغه په وینا، جمهوريت په خپله دا مفهوم لري چې د سیاسي جوړښتونو هر تشکیل په کې ځاییدای شي او که طالبان د جنګ پرځای د تفاهم او سیاسي فعالت په یوه جریان بدل شي نو د جمهوریت په چتر کې به ځای ورکړل شي.

د امنیت شورا دا څرګندونې داسې مهال دي چې د طالبانو د سیاسي دفتر یو غړي تېره ورځ تهران کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې دوی په افغانستان کې د یوه ټولشموله نظام غوښتنه کوي، چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړای شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د طالبانو یو بل هیئت روسیې ته هم سفر کړی و، چې د هیئت د یوه غړي شېر محمد عباس ستانکزي څرګندونو یې پراخ عکس العملونه را پارولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب