شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+عمران حیدري د افغانستان ترټولو ارزښتمن فوټبالر شو

عمران حیدري د افغانستان ترټولو ارزښتمن فوټبالر شو

تاند (سه شنبه، د دلوې ۱۴) عمران حیدري په آسیا کې د غوره فوټبالرانو په لېست کې او دغه راز د افغانستان تر ټولو ارزښتمن فوټبالر وپېژندل شو.

د نړۍ مشهوره وېب پاڼه  ټرانسفرمارکېټ چې، د لوبغاړو ارزښت او قيمت د هغوی د کړنو پر اساس ټاکي د آسیا تر ټولو ارزښتمند لوبغاړي معرفي کړي دي.

د سرچینې په لېست کې عمران حیدري د ۵۰۰ زره یورو په  ارزښت د افغانستان  تر ټولو ارزښتمن لوبغاړی پېژندل شوی دی.

عمران حیدري د پولنډ په غوره لیګ کې د لخیاګدانسک لوبډلې غړی دی.

نوموړی یو له هغو افغان فوټبالرانو څخه دی چې، په لوړه کچه له مشهورو فوټبالرانوسره په اروپا کې لوبېږي.

په دې درجه بندۍ کې سون هیونګ مین بیا د ۹۰ ميلیونه یورو په ارزښت د آسیا تر ټولو ارزښتمن لوبغاړی نوموړل شوی.

نوموړی د جنوبي کوریا اوسېدونکی دی او له تاتنهام لوبدلې سره لوبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب