شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د آي پي اېل بولي د فبرورۍ په ۱۸ مه نېټه ترسره...

د آي پي اېل بولي د فبرورۍ په ۱۸ مه نېټه ترسره کېږي

تاند ( جمعه، د دلوې ۱۰) د روان ۲۰۲۱میلادي کال د هند غوره لیګ IPL  بولي د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه ترسره کيږي.

آی پي اېل ته ګڼو افغان لوبغاړو هم نوم لیکنه کړې ده.

د آی پي اېل رسمي فېسبوک پاڼه وایي چې دا بولي به د هند په چینای ښار کې ترسره شي.

سرچینه وایي چې تېره چهارشنبه لوبډلو ته ویل شوي څو د لوبغاړو نوملړ ور وسپاري هغه چې په راتلونکي څوارلسم پړاو آی پي اېل کې له دوی سره پاتې کېږي.

په دغه نوملړ کې ۱۳۹ لوبغاړي لوبډلو له ځانه سره ساتلي او ۵۷ نور د بیلابیلو لوبډلو له خوا پریښودل شوي دي چې په پرېښودل شویو لوبغاړو کې افغان ورو توپ اچونکی مجیب ځدران هم شامل دی.

راشد خان او محمد نبي بیا  سنرایزر حیدراباد لوبډلې له ځانه سره ساتلي دي.

د راپورونو له مخې د مجیب ځدران په ګډون لسو نورو افغان لوبغاړو رحمن الله ګربز ،قیس احمد ، نور احمد لکڼوال ،شرف الدین اشرف ،شهزاد محمدي ، نجیب ځدران ، ګلبدین نایب ،ظاهر خان پکتين، او نوین الحق هم دې بولۍ ته نوم لیکنه کړې ده.

د نړۍ ستر سوداګریز لیګ آی پي اېل د نړۍ په هره برخه کې مینه وال لري او هرکال یې مینه وال پيلېدو ته شېبې شماري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب