شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+رحمن الله ګوربز په ټي ټېن لیګ کې خپله لوبډله ګټونکې کړه

رحمن الله ګوربز په ټي ټېن لیګ کې خپله لوبډله ګټونکې کړه

تاند ( جمعه، د دلوې ۱۰) د رحمان الله ګوربز او روي بوپاره په چټکو منډو د ډيلي بولز لوبډله وتوانېده چې د ٧ ويکټو په توپير د بنګله ټايګرز لوبډله ماته کړي.

دا په روان ټي ټېن لیګ کې درېمه او د ګربز د ټيم لومړۍ بریا وه.

درېيمه لوبه د بنګله ټايګرز او ډيلي بولز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې لومړیبنګله ټايګرز پچه وګټله او توپوهنه یې وکړه.

بنګله ټايګرز په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٨ منډې وکړې.

د ډيلي بولز لوبډلې  ١٢٩ منډو هدف په نهم اور کې پوره او یواځې یې درې لوبغاړي وسوځېدل.

د دوى له لوري رحمن الله ګوربز د ٢ شپږيزو او ۵ څلوريزو په مټ په ۱۵ توپونو ۴۱ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

د بنګله ټايګرز له لوري کريم جنت ٢ وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه رحمن الله ګوربز ته ورکړل شوه.

د یادولو ده چې له دې وړاندې په دوهمه لوبه کې د درویش رسولي اړوند پونې لوبډلې د شهزاد اړوند ډکن کلایډېټرز لوبډلې ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه.

په دغه لیګ کې پنځلس افغان لوبغاړي اخیستل شوي چې له بیلابیلو لوبډلو سره لوبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب