پوهنیار توحیدعلی عظیمی –
د ننګرهار پوهنتون د کرنی پوهنځی استاد –
د افغانستان زیاتره کلیوالی خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دۍ او له دې لارې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه ګټې او هیوادوالو ته ارزښتناک تولیدات (غوښه، هګی، شیدې او نور زراعتی توکې) وړاندی کوی.
انسانان د څارویو سره ځنی ګډې ناروغې لری چې د انسان څخه نورو حیواناتو ته انتقالیږی او یا هم د حیواناتو څخه انسانانو ته انتقالیږی چې پدې ډله کې بکتریایی، ویرویسی ، پرازیتی او زهری توکې شامل دی. د نړۍ په نورو هیوادنو کې ټول خوراکی توکې د ځانګړی قانون (HCCP) تر سیوری لاندی چې صحی او پاک وی باید تولید شی، خو بدختانه د څو لسیزو جنګونه او اوسنی په وخت کې د نه پاملرنې له امله زموږ ډېر شمیر هیوادوال داسی غذایی توکې خوری چې د صحت پر ځای په ډول ډول ناروغیو اخته کیږی چې یو یې محرقه ده.
زه په شرقی زون کې ډیر داسی هیوادوال وینم چې په محرقه اخته دی او درملنه یی مثبته پایله نه لری او ډیر شمیر انسانی داکتر صاحب هم ددی موضوع څخه ناخبره ده چې ولی یی درملنه پایله نلری ، په دې وروستیو کې زموږ په هیواد کې د محرقی پیښې ډیرې شوي دي، چې یو لامل یی د په لوړه کچه د بی کاره شویو د هګیو چرګو څخه ګټه اخستل دی.
محرقه (Typhoid) د یو ډول بکتریاوی په واسطه رامنځ ته کیږی، نوموړی بکتریا (Salmonella spps) ډیر شمیر نوعې لرې چې تر۲۰۰ یی نوعی زیاتی دی. ددی ډیر نوعی د حیواناتو څخه انسانانو ته انتقالیږی چې پدې ډله کې د چرګانو څخه انسانانو ته د محرقې انتقال دی.
د محرقی ناروغۍ میکروب ددې وړتیا لری چې د چرګې څخه هګې ته انتقال شی او په هګې کې چرګوړي پر ناروغی اخته کړی، چې دا پیښې په فارمونو کې په لوړه کچه د مرګ باعث ګرځی همدا څیر یو ورځنی چرګوړی د ککړ چاپیریال څخه نوموړی بکتریا په ډېره اسانی اخلی چې د مرګ تر ورځی پوری نوموړی ناروغې په چرګوړی کې وی او په همدی ترتیب د هګیو چرګې یو له بل څخه ناروغی انتقالوی.
په چرګوړو کې ددی ناروغې نښې اسهال، شدیده تبه، د بندونو پړسوب، د ځیګر، زړه او کوچنیو کولمو التهاب، په لوړه کچه مرګ رامنځ ته کوی. په بالغو چرګو کې مرګ لږ دی ، چوچه کشی او د هګیو تولید لږوی.
په چرګانو کې د محرقی درملنه او کنترول سخت دې ،چې لاملونه یی دا دی:
1- کله چې چرګان په محرقه اخته شو بیا تری په اسانی ناورغې نه ویستل کیږی او هر وخت چې چرګان د اداری مشکلاتو سره مخ شی ،نو نوموړی ناروغی پر بیاراګرځی، ځکه نو تاسی باید وپوهیږی چې د چرګانو د عضوو د خوړو (لکه ځیګر ،کولمی، زړه ، شاټینګه او د هګیو ځاله) څخه ځان وساتی.
2- په حیوانی او انسانی دواړو درملنو کې د د محرقی د درملنې لپاره د یو څیر انتی بیوتیکو کورنی(Ciproflacxine نور) څخه کار اخستل کیږی. که چرګانو په فارم کې نوموړی انتی بیوتیک خوړلی وی نو په انسانانو کې به نوموړی انتی بیوتیک ښه نتیجه ورنکړی ځکه د نوموړیو انتی بیوتیکو سره میکروب مقاومت پیدا کړی وی، ځکه اوس مهال ډیر شمیر خلک په محرق اخته دی او د نوموړیو درملو د کورنیو څخه درملنه کوی کالمه روغتیا نه مومی.
3- په لوړه کچه هیواد ته د هغه د یو ورځنی چرګوړو راتلل چې مور او پلار یی په محرقه اخته دی. دا کار زموږ هیوادوالو ته اقتصادی او روغتیاوی ټکان ورکوی.
4- په لوړه کچه د پاکستان څخه د هغو بیکاره شویو پخو چرګو راتلل چې محرقه اخته دی او خلک تری د غوښې په هیڅ ګټه اخلی.
وړاندیز:
ګرانو هیوادوالو دا چې زموږ هیواد د تولید په برخه کې ډیر وروسته پاتی دی او په بندرونو کې صحی لابراتوارونه شتون نلری، نو کوښښ وکړی چې د پخو او غټو چرګو د خوړولو څخه لږه استفاده وکړی او یوازی غوښه یی وخوری او پاتی عضوې یی ښخې کړی.
Dear brother TawhidAli aziemie! Ustaaz
It is a very useful info over the Human health & its relations to the ill chickens,hens & cocks etc…I think you should consult with the Professors(USTAZAAN) of other departments of other Faculties of Honourable Univ. of Nangerhaar i.e. Medical,Veterinnery, Pharmacy even with Economy & laws..
Hoping you more successes in health of our poor people.
Thank you & thank Taand.
د داکتر صاحب توحیدعلی عظیمی د کومنټ څخه یوه نړی مننه
داکتر H.Z safi ته می وړاندیز دادی چې هر هغه څوک چې ددی ملت په رغولو کې مرسته کوی او زمونږ افغانانو ته ښه لارښوونه کوی تر تشکر وکړو. تر کومه به موږ د پاکستان او ایران د تولیداتو په تمه یو او تر کومه به موږ پنجاب ته لاس نیولی وی. اګر چی دا پیغام د هغه خلکو په تاوان لری چی د ورځی په لکونو غیرصحی چرګی زموږ هیواد ته را واردوی.
فکر کوم که بحث وکړو نو خبره به لږه اوږده شی. زه تاسی ته نړیوال ماخذونه درکوم تاسی کولای شی چې ګوګل هم سرچ کړی. د محرقی انتقال د غوښی او ککړو چرګو څخه کومه نوی خبره نده او نه تری څوک سترګی پټولی شی، حتی د اروپا او امریکا پر څیر په مخ تللیو ملکونو کی د محرقی څخه چې د حیواناتو د محصولاتو له لاری انتقالیږی پیښی ډیر زیاتی دی. خو که افغانستان ریسرچ وشی شاید اندازه یی ډیر لوړه وی.
1- http://www.plosone.org/article/info%3Adoi%2F10.1371%2Fjournal.pone.0035914
2- http://www.efsa.europa.eu/en/topics/topic/salmonella.htm
3- http://www.scielo.br/scielo.php?script=sci_arttext&pid=S1516-635X2008000100001

فکر کوم که بحث وکړو نو خبره به لږه اوږده شی. زه تاسی ته نړیوال ماخذونه درکوم تاسی کولای شی چې ګوګل هم سرچ کړی. د محرقی انتقال د غوښی او ککړو چرګو څخه کومه نوی خبره نده او نه تری څوک سترګی پټولی شی، حتی د اروپا او امریکا پر څیر په مخ تللیو ملکونو کی د محرقی څخه چې د حیواناتو د محصولاتو له لاری انتقالیږی پیښی ډیر زیاتی دی. خو که افغانستان ریسرچ وشی شاید اندازه یی ډیر لوړه وی
د داکتر صاحب توحیدعلی عظیمی د کومنټ څخه یوه نړی مننه
هر هغه څوک چې ددی ملت په رغولو کې مرسته کوی او زمونږ افغانانو ته ښه لارښوونه کوی تر تشکر وکړو. تر کومه به موږ د پاکستان او ایران د تولیداتو په تمه یو او تر کومه به موږ پنجاب ته لاس نیولی وی. اګر چی دا پیغام د هغه خلکو په تاوان لری چی د ورځی په لکونو غیرصحی چرګی زموږ هیواد ته را واردوی.