دا سمه ده چې د نړۍ پر مخ په خپله انسانان د تاریخ جوړوونکي دي، تاریخونه پر دوی او د دوی پر کړنو بحث کوي، مثبت او منفي یې ارزوي او راتلونکو نسلونو ته د سمې لارې لوری ټاکي، خو دغه تاریخ جوړونه که ښه ورته ځیر شو تر ډېره پورې د واکمن له خوا د واک د ساتلو او یا واک ته د رسېدلو په نشه کې په زور او ظلم تر سره شوې ده. حتی د باانصافه چارواکي په واکمنۍ کې هم د قدرت پر سر په جګړه او شخړه کې پر یو چا نه، یو چا ظلم شوی دی.
په تاریخ کې به داسې کم ليدل شوي وي چې کوم واکمن له واک څخه په خپله خوښه لاس اخیستی وي او یا بې له زور او وژلو څوک واک ته رسېدلی وي. ځينې به دلیل راوړي چې د ډموکراسۍ په کلونو کې واک په سوله ییزه توګه لېږدول کېږي، خو د ښاغلي دونالد ترمپ له خوا په ۲۰۲۱ میلادي کال د واک پرېښودل او په مصر کې په ۱۳۹۲ لمریز کال د مرسي زندان ته اچول د ډموکراسۍ سترې بېلګې دي! که څه هم داسې راپورونه وو چې د امریکا د متحدو ایالتونو په شمال کې ځینو ملېشه وو غوښتل د ډونالډ ټرمپ په پلوۍ لارو سړکونو ته راووځي، د لوړې لپاره جلا مراسم ورته ترتیب کړي او د متوازي ولسمشر په توګه یې اعلان کړي، خو د ډموکراسۍ پلویانو د دې پلان مخه ونیوله. که څه هم د جنورۍ پر شپږمه د ډونالډ ټرمپ پلویانو د کانګرس پر ودانۍ یرغل وروړ، خو وسلوالو ځواکونو یې مخنیوی وکړ.
تل د وسله والو ځواکونو ساتل او دنده له یرغلګرو څخه د هيواد د ساتنې تر څنګ د واکمن د واک ساتل په ګوته شوي دي. واکمن ټول مهال خپل واک د زور او د وسله والو ځواکونو په مټ ساتلی او یا يې واک په زور د وسله والو ځواکونو له خوا د نورو په لمسون له منځه تللی دی.
د سکندر مقدوني د سیاست پایله وه او که د واک نشه وه، چې د نړۍ ډېر هېوادونه يې ونیول، د ايران هخامنشي واکمن داریوش يې تر میلاده مخکې په ۳۳۱ کال وواژه. په افغانستان کې يې هم ډېرې وينې تویې کړې، د کونړ او باجوړ درې يې له میلاده مخکې په ۳۲۹ کال د څارويو په ګډون د ۴۰ زره انسانانو په وينو ولړلې، ځکه چې ده د سیاست او واک په نشه کې تاریخ جوړاوه، تر اوسه يې د ده پر تاريخ جوړونه یونانیان ویاړ کوي او دېته نه ګوري چې ده د واک په نشه کې څومره انسانان له تېغه تېر کړي دي. له سکندر مخکې زردشت هم د ۷۷ کلونو په عمر د تورانيانو د بريد په پايله کې وژل شوی و.
تر سکندر راوروسته د اسلام د سپېڅلي دین تر راتګ پورې په دې سیمه کې که د یونان باختري واکمني وه، که د کوشانیانو، يفتليانو او يا برهمن شاهانو، ټولو د واک او سیاست په نشه کې یو او بل له تېغه تېر کړي دي او تاریخ يې جوړ کړی دی!
د يفتليانو له خوا د درېيمې او پنځمې میلادي پېړیو تر منځ د کابل د غرونو پر سرونو دیوالونه، د میلاده مخکې د پنځمې او اتمې پېړیو تر منځ د چين ۵۰۰۰ کیلومتره، وروسته ۱۰۰۰۰ کیلومتر او بيا ۵۰۰۰۰ کيلومتره، په وروستیو وختونو کې ۷۳۰۰ کیلومتره ستر دېوال، د هند په اګره کې د شاه جهان «چې د ۱۰۳۷ او ۱۰۶۸ کلونو تر منځ پاچا و» له خوا د تاج محل او په زاره ډهلي کې د لال کلا (سرې کلا) جوړول دا ټول د تاريخ جوړونو سترې بېلګې دي او اوس يې هېوادونه په ډېر ویاړ یادونه کوي او د خپل تاریخ برم يې ګڼي. خو دوی بې خبر له دې چې په دې تاریخ جوړونه کې څومره سرونه د خټو او ډبرو لاندې شوي دي!
وايي:
« که د دوو فیلانو ترمنځ مینه وي او که جګړه، شین چمن په کې تر پښو لاندې کېږي او په کې خپل سر خوري.»
د امیر معاويه د زوی یزید د يوه قوماندان «شمر» له خوا په ۶۱ هجري کال په کربلا کې د حضرت حسین «رض» شهادت هم د واک د نشې او سیاست پایله، که دا هم د تاريخ جوړونه وه؟
د عباسي منصور له خوا په ۱۳۷ هجري کال د ابو مسلم خراساني وژل او په ۸۲۲ میلادي کال د عباسي خلیفه مامون له خوا په زهرو د طاهر فوشنجي وژل، د غزنويانو او غوریانو تر منځ جګړې، د سلطان علاوالدين غوري له خوا د غزني د ښکلي ښار سوځول او د ډېرو وینو تويول، هم د واک نشه، د سیاست پایله او تاریخ جوړونې ته ویلای شو!
په افغانستان او سیمه کې د چنګېزيانو وینه تویونه د تېموريانو له خوا له سرونو څخه د منارونو جوړول، وروسته د بابر ټولوژنې او په هند کې د افغاني واکمنانو تر منځ د واک پر سر د يوه او بل وژل، دا ټول هم د سیاست پایله، د واک نشه او تاریخ جوړونه وه!
د هوتکيانو په واکمنۍ کې په ۱۱۲۷ هجري د شاه محمود له خوا د میر عبدالعزیز وژل، د نادر افشار له خوا د سيدال خان ناصري ړندول او په زهرو د شاه حسين وژل او بیا وروسته په ۱۷۴۷ میلادي کال د نادر افشار وژل کېدل دا ټول به هم د سیاست پایله او واک ته د رسیدو نشه وګڼو، خو په اصل کې دا هم تاریخ جوړونه ده.
د افغانستان د معاصرې دورې په تاريخ کې د تېمور شاه له خوا په ۱۷۷۳ میلادي کال د لومړي وزیر شاه ولي خان وژل، د شاه محمود خان له خوا په ۱۸۰۰ ميلادي کال د شاه زمان ړندول او بیا د ده له خوا په ۱۸۱۷ میلادي کال د وزير فتح خان ړندول او وژل، په ۱۸۴۲ میلادي کال د شجاع الدوله له خوا د شاه شجاع وژل، د امير دوست محمد خان په لمسون د زهرو په واسطه د وزیر محمداکبر خان وژل، د امیر دوست محمد خان د زامنو امیر شېرعلي خان او د وروڼو تر منځ جګړې او په سلګونو کسانو وژل، وروسته د زهرو په واسطه د امیر عبدالرحمن خان مړينه، په ۱۹۱۹ میلادي کال د امير حبيب الله خان شهادت د لغمان په کله ګوش کې د امان الله خان د مور او نادر خان په لمسون دا ټول به د سیاست پایله، د واک نشه او تاریخ جوړونه وبولو او پرې وبه ویاړو چې د تاریخ جوړونې او د واک په نشه کې مو ډېرې وینې تویې کړې دي!
په ۱۹۳۳ میلادي کال د نادرخان له خوا د غلام نبي خان څرخي وژل او د همدې وژنې په لړ کې په همدې کال د عبدالخالق له خوا د نادرشاه وژل کېدل، د جنرال سردار عبدالولي خان او سردار محمد داود خان تر منځ د تربګنۍ له امله په ۱۳۵۲ لمریز کال سلطنت ته د پای ټکی کېښودل او په ۱۳۵۷ لمریز کال د داودخان او کورنۍ وژل دا ټول هم تاریخ جوړونه وه. چې خلکو به لومړی ویل:
«په ځمکه کې پاچا د خدای پاک سیوری دی»
بيا به يې ویل:
«راغی جمهوري نظام، ګرانو وطنوالو مبارک مو شه»
وروسته خو بیا هر څه موږ په خپله تکه سره کړل ځکه چې:
«تېر شو د ستم دور، وار د مزدورانو دی.»
دا ټول به د واک نشه وه، البته چې د تاریخ جوړونه وه!
په ۱۳۵۸ لمریز کال د ورۍ له خوا په نوک ډزې او بیا په همدې کال د نوک له خوا د ورۍ وژل، د جدي پر شپږمه د کارمل په لمسون د امین وژل، د روسانو په لمسون د شاګرد له خوا پر خپل ګران استاد ببرک کارمل کودتا د ډاکټر نجیب الله په لاس ستر شوي دوستم په واسطه د مرګ خولې ته د نجیب الله اچول او بیا د طالبانو له خوا يې په ډېر ویاړ د ډاکټر نجیب الله او د هغه د ورور احمدزي زندۍ او وژل دا ټول تاریخ جوړونه ده!
د استاد رباني، د مزاري، د مزار شریف د جنګي کلا او د لیلې دښتې ټولوژنه\عامه وژنه هم د تاریخ جوړونې د وياړه ډکې پېښې دي!
که چېرې دا ټولې وژنې، وینې تویونې او ويجاړونې د تاريخ جوړونې له پاره پر ځای او د ویاړ وړ وي، بیا خو دا ټول ځانمرګي بریدونه، کورونو، کلیو او ښارونو ته اور اچول، په بمونو الوزول، سنګسارول، زندۍ کول، له الوتکو څخه پر ودونو او عامه ځایونو د بمونو اچول هم د تاريخ جوړونې او واک ته د رسېدنې اسانه لارې او د وياړه ډکه برخې جوړوي.
که د دې ټول ظلمونو، زور، وژنو، ویجاړونو، وینې تویولو، لټۍ، بېځايه غرور، انتقام، ژبني، قومي او مذهبي اختلافاتو، بېرې، رشوت، فساد، بېعدالتۍ، فقر، حسد، کينې، بېباورۍ، نفاق، یو او بل ته د څاه کيندلو او دسیسو جوړولو پر ځای د ژوند د سمون، د نسلونو د پایښت او ازادۍ له پاره تلاښ، د پرمختګ او ترقۍ له پاره کار، د کور او کهول د اقتصادي حالت او د ژوند معیشت د ښه کېدو له پاره زیار، له نورو سره د ښېګڼې، مينې، په اسلامي او انساني اخلاقو په حدودو کې ژوند کول خپله دنده او وجيبه وګڼو او عمل پرې وکړو، له دې به ښه تاريخ جوړونه فکر کوم بله نه وي.
که له دې سره یو ځای د انسانانو تر منځ یو او بل ته د فزيکي حرمت، اخلاقي حرمت، سیاسي حرمت او ديني حرمت او له درناوي څخه ګټه پورته شي، دا به ښه تاريخ جوړونه وي او که واک ته د رسېدو په خاطر په ښارونو، کليو او بانډو کې د بېوزلیو خلکو وژنه ښه تاریخ جوړونه وي؟
وايي: «چیزیکه عيان است چی حاجت به بیان است!»