سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Homeخبرونهجلال آباد کې د دودیزو خوړو دوه ورځنی نندارتون پرانيستل شو

جلال آباد کې د دودیزو خوړو دوه ورځنی نندارتون پرانيستل شو

تاند( دوشنبه، د دلوې ۶) د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ کې د دودیزو خوړو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

دا نندارتون چې نن دوشنبه پرانیستل شو سبا سه شنبه به هم پرانیستی وي او په کې به د دې ولایت مشهور خواړه نندارې  ته اېښودل شوي وي.

مسوولین وایي چې دا نندارتون یې د ننګرهار د اصلي کلتور د ښودنې په خاطر په لاره اچولی څو، خلک د ننګرهار اصلي دودیز خواړه وپېژني.

د جلال اباد ښاروال اباسین امرخېل وایي په نندارتون کې د دې ولایت مشهور خواړه شوله، سيخ کباب، روش، دوپيازه، وريت شوې غوښه، چرګ، د شفتلو سابه، پنيرک سابه، جواری، چولې او نور نندارې ته اېښودل شوي دي.

هغه هیله وښوده چې د دې دوه ورځني نندارتون په ترڅ کې به یو ځل بیا خلک د ننګرهار د خوړو سره اشنا او د بیا ځل لپاره به دود شي.

د نندارتون لیدونکي هم د چارواکو د دې اقدام ستاینه کوي.

دوی وایي ډېری هغه خواړه چې دوی یې نوم اورېدلی وو نن یې په عمل کې په دې نندارتون کې ولیدل او وخوړل.

د یادونې ده چې دا لومړی ځل دی په ننګرهارکې د دودیزو خوړو نندارتون پرانیستل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب