شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهآترا په افغانستان کې ډېجيټل او آی پي تلوېزیوني نشراتو ته زمينه...

آترا په افغانستان کې ډېجيټل او آی پي تلوېزیوني نشراتو ته زمينه برابروي

تاند (دوشنبه، د دلوې ۶) آترا یا د مخابراتي خدمتونو اداره په افغانستان کې ډېجيټل او آی پي تلوېزیوني نشراتو ته زمينه برابروي.

د یادې ادارې مشرعمر منصور انصاري دا خبره نن د خورشيد مېډیا ګروپ له مشرتابه سره د ليدنې پرمهال وکړې.

په دې لیدنه کې د آترا ادارې د انځوريزو او غږیزو رسنیو د فریکونسۍ په برخه کې د هر راز ستونزو د حل ډاډ ورکړی.

انصاري په ټینګار سره ویلي چې دوی به  ژر د رسنیو د ډيجیټالي کولو لړۍ هم پيل کړي.

هغه له انالوګ څخه ډیجیټل ته د تلویزیونونو د نشراتو اړولو ترڅنګ زیاته کړه چې دوی به د (IP TV)  آی پي له لارې د ټلویزیونونو نشراتو ته هم زمینه برابره کړي.

د دې سربېره کلونه کېږي چې عام خلک په هېواد کې له مخابراتي شبکو شکایتونه کېږي خو وایي آترا د دوی ستونزو ته څنګه چې لازمه ده رسیده ګي نه ده کړې.

دوی وایي اوس هم په ګڼو ښارونو کې پر لارو غیر راجسترد سیمکارتونه پلورل کېږي خومخنيوی یې نه کېږي.

دا چې څنګه او کله به آترا د عامو خلکو ستونزو ته رسېده ګي وکړي او یا هم وکړای شي د عامو خلکو په باور ښايي کلونه انتظار وغواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب