یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهارغندیوال وایي د آرګ د فرمایشونو نه منلو له امله له دندې...

ارغندیوال وایي د آرګ د فرمایشونو نه منلو له امله له دندې ګوښه شو

تاند (دوشنبه، د دلوې ۶) د افغانستان د ماليې وزارت ګوښه شوی وزیرعبدالهادي ارغندیوال د ارګ د لیکل شوي مکتوب په غبرګون کې ویلي، پر ده لګول شوي تورونه بې بنسټه دي.

ارغنديوال نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، دی ځکه له دندې ګوښه شو چې په ارګ کې یې د ځینې کړیو غیر قانوني فرمایشونو نه منل.

هغه زیاته کړې چې د شخصي ګټو او یا نورو افرادو د ګټو لپاره يې هیڅ کار نه دی ترسره کړی.

نوموړی وایي سره له دې چې ولسمشر ورسره منلې وه چې هیڅوک به د ده په چارو کې مداخله نه کوي خو په خبره یې له بده مرغه چې په ارګ کې یوې خاصې کړۍ په غیر مستقیمه توګه د ده په چاروکې لاسوهنه کوله.

ارغنديوال  وایي چې ده هیڅکله په دغه وزارت کې د نورو وزیرانو په څېر نه خپل خپلوان مقرر کړي او نه یې داسې کسانو ته دنده ورکړې چې، له نورو هېوادونو یوازې د شخصي ګټو لپاره راغلي.

ارغندیوال څرګنده کړې چې دی ملي ګټو ته ژمن دی او د ملي ګټو د دفاع لپاره تر دې لویو قربانیو ته هم په ورین تندي هرکلی وایي.

ارغندیوال تېره شبنه د دلوې په ۴ مه نېټه له دندې ګوښه او د چارو د ادارې په حواله محمد خالد پاینده د ولسمشر په حکم د مالیې وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.

د ارغندیوال د ګوښه کېدو علت د عوایدو ټولولو کموالی، په وزارت کې د غیر قانوني ګمارنو په اړه له ټاکل شوي پلاوي سره نه همکاري، کمزوری مدیریت او ښې حکومتولۍ ته نه ژمنتیا ښوول شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب