Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکندهار کې د ۵ ميلیون افغانیو په لګښت د لمریزې برښنا شبکه...

کندهار کې د ۵ ميلیون افغانیو په لګښت د لمریزې برښنا شبکه جوړه شوه

تاند (دوشنبه، د دلوې ۶) د کلیو  بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کې د کندهارپه سپین بولدک ولسوالۍ کې د لمريزې برېښنا د توليد یوه شبکه جوړه شوه.

مسوولان وایي چې دا شبکه به ۱۷،۴۱ کیلو واټه برېښنا تولید کړي.

د کندهار ولایتي چارواکي وایي په یاده لمریزه برېښنایي شبکه پنځه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او ۱۴۸ کورنۍ به ګټه ترې واخلي.

د دوی د معلوماتو له مخې په یاده شبکه کي ۹۸ تختې ۲۷۵ واټه سولري هیندارې او د ۲۰۰ امپیره په ظرفیت ۵۲ بطرۍ نصب شوې او ۴۹۴۰ متره لین پکې غځېدلی دی.

بل لورته ځايي خلک هم خوښ دي چې دا سولري شبکه ورته جوړه شوه.

عام خلک وایي د برېښنا اړتيا ډېره خو د دا ډول برېښنایي شبکو جوړول به دا ستونزه ورځ بلې ته حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....