یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهچارواکي: غزني او بغلان کې ۳۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي: غزني او بغلان کې ۳۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (دوشنبه د دلوې ۶) چاروکي وايي د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پر مهال ۲۲ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوله اوښتې ده.

د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند احمدخان سیرت نن دوشنبه رسنیو ته په لېږل شوي پیغام کې ویلي چې دغه بریدونه تیره شپه ترسره شوي دي.

د نوموړي په وینا، وسله والو طالبانو د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د ډله ییز برید پلان درلود چې افغان هوايي ځواک پرې وار ړومبی کړی دی.

هغه زیاتوي، د لومړنیو معلومات پر اساس په دې بریدونو کې د ملا داروخان، کامران او قاري نصرت د ګروپونو ۱۳ تنه وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان دي.

وسله والو طالبان تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

بله خوا د بغلان امنیتي چارواکي چې ګډو ځواکونو د بغلان –پلخمري لویې لارې په اوږدو کې عملیات تر سره کړي چې په پایله کې یې ۱۳ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ویس صمیي وايي چې افغان ځواکونو د بغلان –پلخمري لویې لارې په اوږدو کې ګډ عملیات تر سره کړي چې په پایله کې یې ۶ طالب وسله وال وژل شوي او په دې ۷ نور ټپیان دي.

د نوموړي په وینا دغه نښتې هغه مهال رامنځته شوي چې امنیتي ځواکونه د یادې لارې په اوږدو کې د پینځو بېزونو په جوړولو بوخت و او وسله وال طالبانو هڅه کوله چې مخه یې ونیسي.

هغه زیاتوي چې ددې نښتو په پایله کې د یادې ډلې دوه بم جوړونکي هم وژل شوي دي.

د بغلان د امنیه قوماندان په خبره چې ددې نښتو پر مهال د طالبانو له لوري څو ځای پر ځای شوي ماینونه هم د دولتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب