یکشنبه, مې 5, 2024
Home+پوڅکیو څنګه یو استرالیايي وژغوره

پوڅکیو څنګه یو استرالیايي وژغوره

تاند- په استرالیا کې یو سړی، چې ۱۸ ورځې وړاندې بې درکه شوی و، وموندل شو. دغه سړي په دې موده کې د پوڅکۍ په خوړولو ګوزاره کړې وه.

د پولیسو په وینا ۵۸ کلن رابرټ وېر په کوینزلنډ ولایت کې ورک شوی و. پولیسو له هوا او مځکې څخه د ښاغلي وېر د موندلو لپاره ډېرې هڅې وکړې بالاخره تېره اوونۍ یې د ده له موندلو لاس ومینځل.

پولیس زیاتوي، د یکشنبې په ورځ (جنوري ۲۴) یوه سیمه ییز سیاستوال په خپله کرونده کې ښاغلی وېر ومونده.

دی یوه بند ته څېرمه په داسې حال کې وموندل شو چې د کروندې په چکړو کې بند پاتې شوی و.

ده په دغه ځای کې د پوڅکیو یا مرخېړیو په خوړلو او د ولاړو اوبو په څښلو ځان ژوندی ساتلی و.

د کروندې خاوند وايي چې لومړی یې د ښاغلي وېر موټر او پاسپورټ وموندل وروسته یې له موټر څخه ۳ کیلومتره لېرې دی په خپله وموند.

د ده سپی لا موندل شوی نه دی.

دی تر بې درکه کېدو وړاندې وروستی ځل د جنورۍ په ۶ مه له خپل سپي سره د کیلکیوان ښار له یوه هوټله د وتلو په حال کې لیدل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب