پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهمحب: د طالبانو ۶۰۰ خوشي شوي بندیان په جګړه کې نیول شوي

محب: د طالبانو ۶۰۰ خوشي شوي بندیان په جګړه کې نیول شوي

تاند(دوشنبه، د دلوې۶)  افغان چارواکي وايي چې د طالبانو شاوخوا ۶۰۰ خوشي شوي بندیان یې بېرته نیولي دي.

د افغان چارواکو په وینا، دا کسان چې د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس خوشي شوي وو، د جګړې په ترڅ کې بېرته نیول شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د یکشنبې په ورځ وویل چې خوشي شوي طالب بندیان بېرته د جنګ جبهو ته تللي وو.

د امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافقې پر اساس د افغانستان حکومت څه باندې ۵ زره طالب بندیان خوشي کړل.

طالبانو هم د افغانستان د حکومت زر تنه بندیان پرېښودل.

ښاغلي محب وویل چې د بندیانو خلاصون له سولې او اوربند سره مرسته ونه کړه او له همدې کبله د افغانستان حکومت نه غواړي چې نور طالب بندیان خوشي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره د خپلو زرګونو نورو بندیانو د خلاصون غوښتنه کوي.

محب وايي«موږ د طالبانو ۶۰۰ خوشي کړي بندیان بیا نیولي ځکه چې دوی له دې ژمنې سره سره چې بیا به د جګړې میدان ته نه ځي، په جګړه کې برخه اخیستې وه.»

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار همداراز وویل چې استخباراتي معلومات ښيي چې د طالبانو نور خوشي شوي بندیان هم اوس د جګړې په جبهو کې دي او پر افغان امنیتي ځواکونو یا ملکیانو بریدونو ته دوام ورکوي.

طالبان بیا دا خبره ردوي چې ګنې د دوی خوشي شوي بندیان په جګړه کې برخه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب