شنبه, مې 18, 2024
Home+د کندوزي اوښکې | نعمان دوست

د کندوزي اوښکې | نعمان دوست

شین سهار دی. ټکسي ته راوخوت. خواته مې کیناست. سترګې یې سرې وې. ګومان مې کاوه، ساړه یې شوي. خو سړی نارامه ښکاریده. زړه یې ډک و. دې ته انتظار و چې څوک یې وپوښتي او دی بیا ډک زړه لکه ډک جام  ورخالي کړي. ترې ومې پوښتل: خیریت خو به وي؟ څه کیسه ده؟ 

سړی سلګیو ونیوه او بیا یې په بند بند غږ کې کیسه شروع کړه:

له کندزه راغلی یم. د خپل ځوانیمرګ زوی وثیقې پسې… دسمال یې له جیبه راوویست او ښه شیبه یې سترګو ته نیولی و. بیا یې د خبرو تار وغځوه:

شپه مې پلخشتي کې په یوه مسافرخانه کې وه. راته ویل شوي و چې له اتو بجو مخکې باید ځان د وزارت دفاع پیژنتون ته ورسوم. له هماغه ځایه په منډه منډه پیاده راغلم. د پیژنتون نظام قراول کې پر څوکۍ ناست سړي ته مې سلام واچوه، هغه په ځای د دې چې د سلام ځواب راکړي؛ په غوسه یې وویل: بعد از هشت بجه بیا!

سړی یوه شیبه غلی شو، لکه د خپل زوی نړیدلې ځواني او د حکومتي کسانو بې غوري چې وریاده شوې وي. سړی خپه و او په خپګان یې ویل:

بیادر، دلم درد دارد، ای چه حال است.

دا سړی له کندوزه راغلی و. خپله هم د اردو سرباز و او زوی یې هم. زوی یې کوم سویلي ولایت کې سر خوړلی و. دی د یوه ځوانیمرګ پلار و. دواړه په یوه لاره راوتلي وو؛ خو یوه سر خوړلی و او بل نوبت ته په تمه و. دا سړی په دې نیت راغلی و چې هرڅوک، په ځانګړې توګه د خپلې ادارې کسان به یې ورسره غم شریک کړي، درناوی به یې وکړي. په منډه به یې کاغذونه له لاسه واخلي. ورته و به وايي: ته کرار چای څښه، زه دې کار خلاصوم. ته د یوه شهید پلار یې. ته د احترام وړ یې او…؛ خو داسې هیڅ ونشول. هغه ته داسې رډ او له غوسې ډک ځواب ورکړل شو چې خپل ماموریت او د زوی مرګ یې د بوسو په تول کې  تللی وګڼه.

دا یوازې کندوزی کاکا نه دی. دلته بار بار له دغه شان کسانو سره په اداراتو کې پر پستو څوکیو ناست اشخاص دغه شان وحشیانه چلند کوي.

د وزیراکبرخان روغتون د یوه سرتیري کیسه مې هیڅ نه هیریږي: 

ځوان ټپي شوی و، دردونه یې شدید و. کومه ورځ یې یوې سپید پوشه ناشولتې ته ویلي و چې ژر کوئ، درمل راوړئ،  قرباني مې ورکړې، اوس د مرستې وړ یم. خو هغې شیشکې ورته ویلي و: بد کردي که قرباني دادی! به ما چه؟

دا ډير زیاتی دی. هغوی چې د همدې حکومت او همدې نظام د بقا لپاره جنګیږي، قتلیږي او یا کاري ټپونه خوري، په اداراتو کې د دلجویۍ په ځای ورسره دغه شان وحشیانه وضعیت کیږي. دغه شان برخورد هغوی ناهیلي کوي، په خپلو مبارزو یې پښیمانه کوي او حتی روحیه یې وژل کیږي.

دا  کرسۍ  نشینه بې شرمه دې په دې پوه شي چې ماموریت باداري نه ده. ماموریت خدمت دی او دا خدمت دوی وړیا نه کوي چې پر مراجعینو نازونه بار کړي؛ په مقابل کې یې معاش او امتیازات اخلي. هیڅ حق نه لري چې په چا کلانکاري وکړي. او بیا دا خو ډيره د شرم خبره ده چې له خپلو مربوطه کسانو سره داسې سلوک وشي.

مسوول مقامات دې، لږ ځانونه په تکلیف کړي. دغه شان ځایونو ته دې کله راشي او وضعیت دې له نږدې وڅاري. 

نن سبا په ګڼو ملکي او پوځي ادارو کې ځینې دغه شان بداخلاقه فرعونیان ناست دي. د دوی چلند خلک زړه توري کوي او هغه منترونه بې اغیزې کوي چې د ملت او دولت ترمنځ د واټن ختمیدو په نوم د ستیج له سره تکراریږي.

خلک، دولت په شعارونو او نصیحتونو خپل نه ګڼي؛ بلکې  هغه وخت یې خپل ګڼي چې له مقابل اړخه دوی هم خپل وګڼل شي. د دوی عزت او درناوی وشي. لږ ترلږه د خپل حق ترلاسه کولو لپاره و نه کړول شي، و نه ځورول شي او پر څوکیو ناستو د شنو ځناورو د نفرتونو ښکار نشي.  

 د سلواغې ۵ مه، ۱۳۹۹

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب