تاند (یکشنبه د دلوې ۵) د جرمني د بهرنیو چارو وزیر “هایکو ماس” له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې له خبرو اترو څخه په خپل ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې ناټو ځواکونه باید په مشروط ډول له افغانستان ووځي.
نوموړي له خپل افغان سیال، محمد حنیف اتمر سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې برلین د افغانانو په مالکیت او مشري د سولې له خبرو ملاتړ کوي او په افغانستان کې اوسنی بد امنیتي وضیعت، هدفي وژنې او تاوتریخوالي ورته د منلو نه دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي ماس ویلي، چې طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د دوحې د تړون له مخې باید هر اړخیز اوربند وکړي.
دواړو لوریو همدارنګه ټینګار کړی، چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتل باید په مسؤولانه ډول وي، خو د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی، چې د ناټو سازمان له غړو هېوادونو سره به کار وکړي، ترڅو په مشروط ډول د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړی.
ښاغلی ماس له دې وړاندې هم ویلي و، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر باید په مشروطه بڼه کم شي او د تیرو دوه لسیزو د لاسته راوړنو د خوندیتوب لپاره باید هیڅکله عاجلې او تیزې پریکړې ونشي.
له دې وړاندې د یاد هېواد د دفاع وزیر “آنه ګرت کارن باوئر” هم له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، د سولې په خبرو اترو کې یو مثبتې پایلې ته رسیدل او یوه سیاسي پریکړه ضروري بللې وه.
اوسمهال د جرمني هېواد شاوخوا ۱۳۰۰ سرتیري د افغانستان په شمال بلخ ولایت کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې میشت دي.