تاند (یکشنبه د دلوې ۵) نن په ننګرهار ولایت کې پر ۲ زره جریبه ځمکه د مېوه لرونکو نیالګیو د کېنولو کمپاین پیل شو، چې د کرنې او مالدارۍ وزیر انورالحق احدي هم پکې برخه اخیستې وه.
د ننګرهار د رسنیو دفتر وایي، چې په یاد کمپاین کې د کرنې او مالداري وزیر انورالحق احدي وویلي، کرنه کولای شي، چې له اقتصادي پلوه ولسونه پر ځان بسیا کړي.
د یو خبر له مخې بیا نن د یاد ولایت په ۹ ولسوالیو کې د څه باندې سل میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۱۹۲ شنې خونې ګټی اخیستنی ته وسپارل شوې.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې هغه ولایت دی، چې کرنه پکې مخ پر ودې روانه ده او سږ کال په یاد ولایت کې مالټو، لیمو، املوک، خرما او زیتونو ښه پایله ورکړې ده.
د یاد ولایت والي ضیاء الحق امرخیل تیره ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي و، چې وسله وال طالبان په یو شمیر لریو پرتو ولسوالیو کې کروندګر اړباسي، ترڅو تاریاک “کوکنار” وکري، خو په وینا یې، چې سږکال هلته د کوکنارو په کر ـ کېله کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی.