تاند (یکشنبه د دلوې ۵) د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل پولیسو یو مستري نیولی چې په دولتي وسایطو کې یې ماینونه ځای پر ځای کول.
ددې وزارت ویاند طارق آرین یکشنبه ماخوستن ۰۸:۲۱ بجې پر خپله ټوېټر پاڼه د یاد کس د نیول کېدو خبر ورکړی دی او زیاته کړې یې ده چې: «طالبان د جنایتونو د ترسراوي په پار له بېلابېلو کړنلارو ګټه اخلي.»
مستري خونو ته وړئ، نو هیله ده پام وکړئ. دوښمن د خلکو د هدف ګرځولو له پاره له بېلابېلو لارو ګټنه کوي. له دې مخکې هم ترهګر د ډوډۍ پلورونکو، د لیني موټرو د چلوونکو، ټکسي چلوونکو او همدارنګه د ګاډۍ چلوونکو په جامو کې تشخیص شوي دي. د داسې کسانو په لیدلو سره امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړئ
— Tariq Arian (@TariqArian3) January 24, 2021
د ښاغلي آرین په وینا، دغه کس د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند په سیاسنګ سیمه کې نیول شوی دی.
نوموړي له خلکو غوښتي، کله چې خپل وسایط د ترمیم په موخه مستري ته وړي، نو پاملرنه دې ورته وکړي.
هغه زیاتوي: «کله چې خپل موټر د چک او ترمیم په موخه مستري خونو ته وړئ، نو هیله ده پام وکړئ. دوښمن د خلکو د هدف ګرځولو له پاره له بېلابېلو لارو ګټنه کوي.»
د طارق آرین په خبره تر دې مخکې هم «ترهګر» د ډوډۍ پلورونکو، د لیني موټرو د چلوونکو او ټکسي چلوونکو په جامو کې تشخیص شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې په دې وروستیو کې د پلازمنې کابل په ګډون په ډېرو ولایتونو کې د چسپکي ماین چاودنو پېښې زیاتې شوي چې ډېر کله د دولتي کسانو وسایط په نښه کېږي.