جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهد دوبۍ له زندانونو خوشې شوي افغان بندیان کابل ته رسېدلي

د دوبۍ له زندانونو خوشې شوي افغان بندیان کابل ته رسېدلي

تاند (یکشنبه د دلوې ۵) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دوی د هغو ۲۱ افغانانو په راخوشې کولو بریالي شوې دي چې له څه مودې راهیسې په دوبۍ کې د بېلابېلو جرمونو په تور زنداني و.

ددې وزارت له لوري نن شنبه په یوه اعلامیه کې راغلي، دا کسان په دوبۍ کې د افغانستان د جنرال کونسلګرۍ په هلو ځلو راخوشې شوي دي.

په اعلامیه کې دغه راز زیاته شوې چې دا کسان نن د افغان دولت په مالي ملاتړ بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې ویلي چې په تېرو څو میاشتو کې د دوبۍ له زندانونو څخه ټولټال ۲۱۰ زندانیان خلاص او هېواد ته راستانه شوي دي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا نه دي ویلي چې یاد کسان په کومو جرمونو بندیان و.

هغه افغانان چې د باندنیو هېوادونو په بندونو کې شپې ورځې تېروي تر اوسه یې پوره شمېر نه دی په ډاګه شوی.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې سعودي هم له خپلو زندانونو څخه هغه افغان بندیان خوشې کړل چې د پولیسو له لوري نیول شوي و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...