شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت وایي پاکستان دې طالبان د جګړې کمولو او اوربند ته...

افغان حکومت وایي پاکستان دې طالبان د جګړې کمولو او اوربند ته وهڅوي

تاند( یک شنبه، د دلوې ۵) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي پاکستان دې طالبان د جګړې کمولو او اوربند ته وهڅوي.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې افغان حکومت د سولې په برخه کې د ټولو هېوادونو مرستو ته په درنه سترګه ګوري.

د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر وروستیو څرګندونو غ
هم غبرګون ښودلی او ویلي یې دي دغه هېواد ته په کار ده چې طالبان سولې او دایمي اوربند ته وهڅوي.

بهرنیو چارو وزارت وایي افغان حکومت په ځلونو سولې ته خپله ژمنتیا ښودلې ده خو طالبانو تر اوسه پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

سرچینې یو ځل بیا سولې ته د طالبانو د هڅولو په برخه کې د نړیوالو فشار او همکاري مهم بللي دي.

https://taand.net/%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d8%a8%d9%87%d8%b1%d9%86%db%8c%d9%88-%da%86%d8%a7%d8%b1%d9%88-%d9%88%d8%b2%d8%a7%d8%b1%d8%aa-%da%85%d8%b1%da%ab%d9%86%d8%af%d9%88%d9%86%d9%88/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب