لیکوال: محمد محق
ژباړونکی: ډاکتر محب زغم
د تکفیر په اړه خبرې اترې:
د تکفیر په شان باریکو قضیو په اړه خبرې اترې، د یوه عمومي خطر په اړه خبرې اترې دي، نو ځکه مهمې دي او باید چې وغځول شي. که څوک ووایي چې داسې خطر خو زموږ ټولنې ته نشته، ادعا یې نه شو منلی. موږ هره ورځ قرباني کېږو، او د دې قربانیو یو اصلي عامل افراطي او تکفیري فکرونه دي. که موږ دې خطر ته نن لږ ډېر متوجه شوي یو، په ځینو نورو هېوادونو کې دا د خطر زنګونه لسیزې مخکې کړنګېدلي وو. د تېرې پېړۍ په اتیایم کلونه وو چې شیخ یوسف قرضاوي د “ظاهرة الغلو فی التکفیر” رساله وکښله. د دې رسالې عنوان هم په د هماغې زمانې له وضعیت سره خورا ښه لګېده، ځکه چې لومړی خو یې د «ظاهرة» کلمه کارولې وه چې په پښتو کې ښکارنده ورته وایو، یعنې ده خبرداری ورکړی و چې تکفیر په یوې ټولنیزې ښکارندې بدل شوی دی او یوازې یو نادر او تېرېدونکی حالت نه دی. بله دا چې د “الغلو فی التکفیر” عبارت یې کارولی و، یعنې اصل تکفیر خو دې وي خو اوس تکفیر د غلو او افراط پړاو ته رسېدلی دی!!
پر قرضاوي سربېره، ځینو نورو کسان، په تېره بیا د مصر د الازهر رسمي اداره، هم د تکفیر د څپې په مقابل کې راولاړ شول او ویې شول کولی چې په مصر کې د «د تکفیر د افراطي ښکارندې» شدت راکم کړي خو دا ښکارنده له بېخه ونه وته. هاغه مهال یوازې یوه ډله چې جماعة المسلمین نومېده او خپلو مخالفانو به التکفیر و الهجرة بلله، په تکفیرګرۍ مشهوره شوې وه. د هاغه زمانې د رسمي ادارو د ویناوو پر اساس، د دې ډلې ټول غړي تر درې سوو کسانو کم وو، خو بیا هم د مصر او عربي هېوادونو ټولې مذهبې ډلې دا خطرناکه وبلله او په مقابل کې يې ودرېدل. (په دې اړه د ژیل کوپل «د پیغمبر او فرعونه کتابونه» او د هرایراد کمجیان «په عربي نړۍ کې اسلامي خوځښتنونه» مفصل معلومات لري. دا هغه کتابونه دي چې په هماغه کلونو کې لیکل شوي او بیا فارسي ته ژباړل شوي وو.)
خو نن، زموږ په هېواد کې یوازې د داعش غړي درې څلور زره تنه اټکل کېږي، د طالبانو کسان پنځوس شپېته زره اټکل شوي دي، او هغه کسان چې رسماً د طالبانو غړي نه دي خو فکري ملګري یې دي او خپل مخالفان د تکفیر په تورې وهي، تر دې څو چنده زیات دي. دوی ټول په دې کې سره یو شان دي چې خپل مخالفان کافر یا مشرک وګڼي خو په دې کې چې څوک او په کومو شرایطو کې تکفیر کاندي، بېلابېلې سلیقې لري. نو د تکفیر خطر زموږ په ټولنه او په ځینو نورو هېوادونو لکه لیبیا، صومالي، یمن، مالي، سوریه، او عراق کې په بالفعل ډول او په نورو مسلمانو ټولنو لکه منځنۍ آسیا او ځینو عربي هېوادونو کې په بالقوه ډول شته او خورا جدي هم دی. د دې مطلب د لیکلو په مهال ځینو رسمي مراجعو لیکوال ته وویل چې د داعش غړي یوازې په مصر کې شاوخوا زر تنه دي خو هغه کسان چې په دې هېواد کې نور مسلمانان مشرک او مبتدع بولي، تر دې خورا زیات دي. د ځینو غیر رسمي اټکلونو له مخې دا کسان څو میلیون تنه دي. نو موږ ته بله هېڅ لاره نه شته، غیر له دې چې دا موضوع مطرح او ورباندې خبرې اترې وکړو.
د صدر اسلام د مسلمانانو په منځ کې یوازې خوارج داسې وو چې سخت تکفیري چلند به یې درلود، خو د اهل حدیث ځینو ډلو او حشویه به خپل مخالفان او فکري رقیبان د «ضلالت» او «بدعت» او داسې نورو وسلو وهل او کله کله خو به یې ځینې مسلمان جماعتونه په کفر هم محکومول.
هغه دعوې چې د اهل حدیث ځینو کسانو له احنافو، معتزلهوو، جمیهوو، شیعهوو، او مرجئهوو او نورو جماعتونو سره کولې، له هېچا پټې نه دي. په دې دعوو کې د اهل رأی له فقیهانو سره خو د ښکاره دښمنۍ تر بریده پورې هم مخ ته تلل. څوک چې د دې مبحثونو له تاریخ سره بلد دي، پوهېږي چې د اهل رأی له فقیهانو، په تېره بیا له امام ابو حنیفه سره، مخالفت تر دې حده و چې که د حدیثونو او روایتونو په کوم سند کې به د هغه نوم یاد شوی و، هغوی به یې له روایت کولو ډډه کوله. د اهل حدیث ډېرو کسانو له امام ابو حنیفه سره هم د هغه په ژوند کې او هم یې تر مرګ وروسته په ښکاره دښمني کوله. د دې دښمنۍ د اندازې د معلومولو لپاره د خطیب بغدادي اثر «د بغداد تاریخ» کتلی شو. دا چې د اهل حدیث په کتاب کې اهل رأی څومره رټل شوي دي، توضیح ته یې اړتیا نشته. هر څوک چې له هغو منابعو سره آشنا وي، پوهېږي چې دا کار څومره زیات شوی دی. مثلاً، امام احمد بن حنبل د امام محمد پر ځینو نظرونو سختې حملې کړې ده، یوه یې دا چې هغه امام محمد ته د منسوب کتاب الحیل په اړه داسې ویلي دي: « قال الامام احمد.. فی روایة عبد الخالق بن منصور، من کان عنده کتاب الحیل فی بیته یفتی به فهو کافر بما أنزل الله علی محمد (ص)» (ابن قیم الجوزیة، اعلام الموقعین، ج ۲، ص ۱۳۵) یعنې: «د هر چا په کور کې چې الحیل کتاب وي او د هغه له مخې فتوا ورکړي، هغه کافر دی پر هغه څه چې پر حضرت محمد (ص) نازل شوي دي.»
دا چې امام محمد ته د الحیل کتاب منسوبول سم دي که نه، او دا چې دا د محمد هماغه «مخارج الحیل» کتاب دی که بل کتاب، د دې موضوع فرعي بحثونه دي. څوک چې د فقهي مباحثو له تاریخچې سره آشنا وي، پوهېږي چې د شرعي حیلو مبحث ته پام کېده او له دې سره سره چې د موافقانو او مخالفانو تر منځ یې شدید اختلاف و خو بیا هم څو فقیهانو په دې اړه کتابونه لیکلي دي. خو د هغو ناندریو نتیجه دا راوځي چې د نصوصو په تفسیر کې ظاهر ته تمایل، هغسې چې د سلفیانو په کار کې یې وینو، د تکفیري ذهنیت لپاره لاره هواروي. همدا وجه ده چې که ورته ځیر شو، وبه وینو چې ټول سلفیان تکفیریان او ترهګر نه دي، خو ټول تکفیریان او ترهګر سلفیان دي.
د شخړې د ځای تعیینول:
د تکفیر موضوع څومره چې مهمه ده، هماغومره د مناقشې وړ موضوع هم ده. دا د طبیعي علومو موضوع نه ده چې په اړه یې قطعي ځواب ته ورسېږو. د ټولنیزو علومو موضوعات هر وخت له «خو»ګانو سره مله وي. په دې موضوعاتو کې یو مرستندوی میتود دا دی چې پر نتیجې تمرکز وکړو، بیا به نستباً روښانه لاره را معلومه شي.
که په اسلامي نړۍ کې، په تېره بیا په دوو وروستیو پېړیو کې، فکري تمایلونه وڅېړو – خصوصاً دا چې له نوي عصر سره د مسلمانانو چلند څنګه دی – نو دوه بهیرونه به ووینو، یو بهیر یې شا ته ګوري او بل یې مخ ته. شا ته کتونکی بهیر د سلفیت، اخوان السملمین، حزب التحریر، طالبان، القاعده او داعش ټولې څانګې رانغاړي. دغه بهیر د کلمې په موسع معنا سفلي بهیر نومولی شو. دوهم بهیر هغه ټول وګړي او ډلې رانغاړي چې د اوسني عصر منطق – د یوه نوي تمدني دور په حیث – په رسمیت پېژني او مذهبي او غیر مذهبي کسان په کې شامل دي. د مذهبي ډلو مثالونه یې دا دي: د المدرسة العقلیة الاسلامیة لارویان چې عمدتاً د محمد عبده او لاهوري اقبال په فکري مکتب پورې اړه لري او التیار الاصلاحی الاسلامی د عربي نړۍ په غربي ښارونو لکه مراکش، تونس، او الحزایر کې رامنځته شوی و او مشهور کسان یې خیر الدین تونسي، علال فاسي، او بشیر ابراهیمي دي، همدارنګه هغه بهیر چې په ایران او بیا په افغانستان کې راپیدا شو او د دیني روښانفکرانو یا دیني نوفکرانو په نوم پېژندل کېږي. د دې بهیر غیر مذهبي طیف عمدتاً په دوو څانګو، چپ او لیبرال، وېشل کېږي، خو د دین او د مسلمانانو د تمدني تاریخ په اړه مذهي او غیر مذهبي اړخونه د نظر جدي توپیرونه لري. دغه بهیر د کلمې په موسع معنا نوپاله بهیر بللی شو.
سلفي او نوپاله بهیرونه دواړه په دې کې سره یوه خوله دي چې د مسلمانانو اوسنی وضعیت خورا خراب دی او موږ په بې مخینې ناورین اخته یو، او په دې لحاظ زموږ هغه خورا ډېر تراخه دورونه لکه د مغولو د پېر تاړاکونه هم په داسې ژور کړکېچ نه وو اخته لکه نن چې موږ پرې اخته یو. زه دغه وضعیت تمدني بحران نوموم او باورمن یم چې زموږ ستونزه اساساً تمدني ستونزه ده.
دا چې د اسلامي تمدن اوسنی وضعیت خراب دی، پر دې خو دواړه بهیرونه اتفاق لري، خو دا چې ولې داسې دی او څنګه له دې وضعیت څخه وتلی شو، نورې پوښتنې دي.
سلفي بهیر ګومان کوي چې زموږ د تاریخ تر ټولو زرین وخت، د مسلمانانو د لومړنیو نسلونو پېر دی، چې نن سبا سلف بلل کېږي. سلف په لغت کې یعنې پخواني کسان. خو دې بهیر دا اصطلاح انحصار کړی او یوازې د لومړنیو مسلمانانو محدود کسان سلف بولي، نه واړه کسان یې. د دوی په تعریف کې اکثره مسلمان حاکمان، مثلاً ټول هغه حاکمان چې تر خلفای راشدین وروسته وو، له عمر بن عبدالعزیز پرته، ټول هغه والیان او قومندانان چې هاغه مهال وو لکه حجاج بن یوسف، عبدالرحمن اشعث، قتیبة بن مسلم، او … او ټول هغه جماعتونه چې وروسته په نورو نومونو ونومول شول لکه خوارج، شیعه، معتزله، مرجئه، جهمیه، کرامیه، او … او د دې جماعتونو ټول عالمان د سلف له دایرې وتلي ګڼل کېږي. نو سلف هغه غوره شوي کسان دي چې دغه بهیر یې د سلف په حیث راپېژني. د سلف اصطلاح په دې خاصه معنا د ابن تیمیه او د اهل حدیث د ځینو کسانو له آثارو څخه راوتلې ده. خو دا تعریف خپل عیبونه لري او که دې بحث اجازه راکولای، راسپړلی به مو و.
دغه بهیر باورمن دی چې د سلف عصر د اسلامي تمدن زرین پېر دی او د دې تمدن د رغېدو او ټینګښت عامل دا و چې سلف په دین ښه پوهېدل او د ژوند چار چلند یې سم و. د دوی په نظر دا چې ولې اسلامي تمدن راپرځېدلی دی، وجه یې د سلف له لارې رودې څخه لرې کېدل دي او له اوسني ناوړه وضعیت څخه د خلاصون لاره د هغوی لارې ته بېرته ورستنېدل دي.
نوپاله بهیر بیا په دې باور دی چې تمدن انساني ښکارنده ده او دا سمه ده چې دین په هغو عنصرونو کې چې پر تمدني تحولاتو اغېزه کوي، شامل دی خو د تمدنونو پیدایښت او پرځېدل د نورو قواعدو تابع دي او د یوه خاص جماعت دیني فهم د تمدن د پیدایښت عامل کېدلی نه شي. د دې بهیر په باور، د سلف هغسې تعبیر د منلو نه دی، بلکې په سلف کې ټول لومړني مسلمانان، که مو خوښېږي که مو نه خوښېږي، شامل دي. له دې ورهاخوا، لا مهمه دا ده چې د هغه عصر زرین تصویر له تاریخي روایتونو سره اړه نه لګوي. دا په دې چې هغوی هم د انساني جماعت په حیث، خپلې نیمګړتیاوې لرلې، په خپلو کې یې جنګونه کړي وو، د یو بل ډېرې وینې یې تویې کړې وې، د مال او مقام په سر یې دعوې ډنګلې کړې دي، په منځ کې یې جنسي ستونزې وې، او ټول هغه څه چې د عادي انسانانو په منځ کې پېښېږي، هغوی هم تجربه کړي وو. خو په عین حال کې هغوی پرېمانې ښې کارنامې هم درلودې او په ځینو برخو کې د هغوی اخلاق او فضیلت محوره سلوک د ښو کړو وړو الهام راکولی شي. خو تر دې دوو ټکو لا مهمه خبره دا ده چې اسلامي تمدن سلف نه و ایجاد کړی، بلکې د نورو دینونو د لارویانو په ګډون، د دې سیمو ټولو وګړو په کې ونډه درلوده. نن سبا ډېرې تاریخي څېړنې شته چې د اسلامي مدنیت، علم او صنعت په وده کې د مسلمانانو په څنګ کې (هغه که متدین مسلمانان وو که سست دینه) زردشتیانو، یهودانو، مسیحیانو، مانویانو، صابئیانو، بودایانو، او هندوانو برخه درلوده. اصلاً د اسلامي تمدن د غوړېدا عامل دا و چې د اهل حدیث په شان سخت دریځو مسلمانانو سلیقه پر ټول تمدن باندې سیوری نه و غوړولی او د نورو دینونو او مذهبونو پر لارویانو یې میدان نه و تنګ کړی. پر نورو دروني عاملونو سربېره، له هغه مهاله چې دیني تساهل او تسامح کډه وکړه، د دې تمدن د زوال مقدمه برابره شوه او بهرنۍ ضربې یې پرځېدل یقیني کړه. دغه قاعده د نورو تمدنونو لپاره هم سمه ده، یعنې د تمدنونو په پیدایښت کې د دیني تساهل او مدارا شتون او په راپرځېدلو کې یې د مدارا او تساهل له منځه تګ اغېزناک عامل پاتې شوی دی.
همدارنګه، دا بهیر باورمن دی چې اسلامي تمدن د بشر په تاریخ کې یوازینی رامنځته شوی تمدن نه دی، بلکې شاوخوا دولس زره کاله کېږي چې بشر د تمدن په لوري ګامونه ږدي. کله د دې فعالیتونو مرکز او زیاته غوړېدا په یوه سیمه کې وو او تمدني پېر یې د هماغې سیمې په نوم یاد شوی دی او کله په بله سیمه کې. مثلاً د بین النهرین تمدن، د لرغوني مصر تمدن او داسې نور. خو ټول تمدنونه د تکامل د زنځير کړۍ دي چې ویاړ یې ټولو انسانانو ته رسېږي. هر تمدن خپلې ښېګڼې او خپل عیبونه لرلي دي. همدارنګه هر نوی تمدن د پخوانیو تمدنونو ځینې شیان را اخیستي دي. معاصر تمدن هم د اسلامي تمدن، رومي تمدن، یوناني تمدن، او نورو تمدنونو ډېر عناصر رانغاړي.
تمدن اساساً تر دې چې غربي یا اسلامي یا یوناني وي، انساني بریا ده. په دې حساب، په دې باندې د پوهېدو لپاره چې اسلامي تمدن ولې پرځېدلی دی، باید د تمدن علمي مطالعې او څېړنې ته مخه کړو او د تمدن د قواعدو پر اساس یې لوړې ځوړې معلوم کړو.
کله چې اسلامي تمدن ته رسېږو، دوه ډلې عاملونه پیدا کوو چې د دې تمدن په پرځولو کې یې ونډه لرلې ده، یو یې باندني عاملونه دي بل یې دروني. په باندني عاملونو کې یې دوې پېښې مهمې دي: د مغولو حمله او صلیبي جنګونه.
په دروني عاملونو کې بیا ګڼ شیان دي چې د یوه تمدن د پرځېدلو سبب کېږي. د مسلمانو واکمنانو د مختلفو سلسلو تر منځ کورني جنګونه چې د صحابهوو له عصر څخه پیل شول او په شلمه پېړۍ کې د عثماني امپراتورۍ تر ختمېدو پورې یې دوام وکړ، همداسې عامل دی. خو دا جنګونه پخپله بیا څو نور عاملونه لرل چې تر ټولو مهم عامل یې په اسلامي تمدن کې د قدرت د نظریې نشتوالی دی چې تر ننه پورې روان دی.
که وغواړو چې عاملونه یې یو په یو وڅېړو، له اصلي بحث څخه به لرې شو، خو یوه خبره باید په یاد وساتو چې د اسلامي تمدن په راپرځېدو کې تر باندني عاملونو دروني عاملونه اساسي ونډه لري او په دې کې هغه بهیر چې نتیجه یې د تکفیري ذهنیت رامنځته کېدل وو، لا اساسي عامل و.
د “تعرف الأشیاء بأضدادها” د قاعدې پر اساس، هغه بهیر چې د اسلام په تاریخ کې په بل منلو، تساهل، تسامح، او مدارا مشهور دی، که له ځینو استنثاګانو څخه یې تېر شو، اسلامي عرفان دی. دا موضوع به د دې کتاب په یوه بل ځای کې لا زیات توضیح شي. د اسلامي عرفان مخالف لوری چې په سخت دریځۍ مشهور دی، د متشرع ظاهرپالو بهیر دی. په پخوا وختونو کې د دې بهیر اصلي استازي غالباً د اهل حدیث ډلې وې خو وروسته دا میراث هغه جماعت ته پاتې شو چې وروسته په سلفیت یا وهابیت مشهور شو.
البته سلفیت لوی طیف دی چې په خپل منځ کې څو ډلې لري. د دې طیف په یوه سر کې اصلاحي سفلیت دی چې په غربي عربي ملکونو کې روان دی او په مصر کې د رشید رضا تر نظراتو پورې رسېږي او اسلامي عقلي مدرسې ته نژدې کېږي او د محمد عبده تر اغېزې لاندې دی. ځینې اخوانیان هم – البته د وګړو په حیث، نه د منهج (طریقې) په حیث – د سلفیت د طیف همدې سر ته نژدې دي. د سلفیت دا برخه له تکفیر سره چندانې جوړه نه ده او له دیني نوفکرانو سره زیات ګډ نظرونه لري، په تېره بیا په دې لحاظ چې عقلانیت او علمي چارې معتبر ګڼي. خو د سلفیت د طیف په بل سر کې هغه بهیر دی چې له محمد عبدالوهاب څخه پیل شوی او تاریخ یې د سني او شیعه مسلمانانو تر منځ په خونړیو جنګونو لړلی دی. د دې بهیر یوه خورا متشدده برخه په حجاز کې ملک عبدالعزیز وځپله او زرګونه کسان یې ور ووژل چې په دې هېواد کې د مډرن دولت بنسټ کېږدي. د توندلارو سلفیانو وروستۍ کړۍ عتیبي جهیمان وو چې په اویایمه میلادي لسیزه کې یې کعبه شریفه ونیوله او بیا سعودي حکومت د فرانسې په مرسته وټکول. دا ډله هم ځان حرکت الاخوان بللی و چې له اخوان المسلمین سره توپیر لري. د سلفیت د دوو سرونو په منځ کې بیا علمي سلفیت، دَعَوي سلفیت، حرکي سلفیت، او جهادي سلفیت دي.
د ظاهرپالو ډلو تر ټولو مهمه ځانګړنه چې د اسلامي تمدن په راپرځېدلو کې اغېزناکه وه، دا وه چې هغوی د مسلمانانو تر منځ د کورنۍ شخړې اور بل کړی و. یعنې نظري شخړې یې تر هر چا زیات د اسلامي امت له ځینو ځواکونو سره وې. دا هماغه ځانګړنه ده چې دوی خوارجو ته ورنژدې کوي. داسې ویلی شو چې د دوی تر ټولو مهمه وړتیا سلبي ده، نه ایجابي. هغوی تل په دې لټه کې وو چې وګوري کومه فرقه منحرفه ده او له صحیح اسلام څخه لرې شوې ده، بې له دې چې د خلکو د ژوند د ښه کولو او مسلمانانو د تمدن د ودې لپاره د طرحو د جوړولو په هڅه کې وي.
که په دې نظر ورته وګورو، څه چې موږ مسلمانان نن ورباندې ویاړو او د اسلامي تمدن بریاوې یې بولو او د انساني تمدن له کُلیت سره مو نښلوي، یا د ابن رشد فلسفه ده، یا د مولانا او ابن عربي عرفان، یا د ابن سینا طب، یا د خوارزمي الجبر، یا د خیام ریاضیات، یا د ابوریحان بیروني فیزیک، یا د ابن نفیس، محمد بن زکریای رازي، جابر بن حیان او داسې نورو کسانو کارونه دي. دوی هغه کسان وو چې ظاهرپالو مسلمانانو تکفیر کړي وو یا یې له صحیح اسلام څخه منحرف شوي بلل او ځینې یې تبعید، شکنجه او ان اعدام شوي هم وو. سلفیت هېڅ داسې میراث نه لري چې د نړۍ د نورو ملتونو په وړاندې په جګه غاړه یې یاد کړو او دعوا وکړو چې د انسانانو پر ژوند او پرمختګ یې مثبته اغېزه کړې ده. البته دا خبره یوازې زموږ په سلفیانو پورې ځانګړې نه ده، بلکې هر دین په خپل منځ کې سلفیان لري چې نن سبا اورتودوکسي بهیرونه بلل کېږي او سره ورته دي.
مشهور جاپاني لیکوال، توشیهیکو ایزوتسو، په خپل خورا مهم کتاب «په اسلامي کلام کې د ایمان مفهوم» کې دې ټکي ته داسې ګوته نیولې ده: «تر ټولو لوی سرخوږی چې خوارجو اسلامي ټولنې ته پیدا کړ، د مسلمانانو کور ته دننه د جګړې راکښل وو.» دا د یوه تمدن په منځ کې تر ټولو زیات ممکن سلبي چلند دی. تر هغې مخکې ټول مسلمانان یوه خوا وو او نور په بله خوا کې، خوا خوارجو جنګ او شخړه خپل کور ته راوکاږل.
ظاهرپاله مسلمانان هم د خوارجو غوندې خپله ډېر ځواک د نورو مسلمانو جماعتونو او مذهبونو په فاسق بللو، مبتدع ګڼلو، او مشرک بللو لګولی دی. که یوازې د هغه ځواک اندازه چې دوی یې په دې کار لګولی دی، د اسلام په تاریخ کې په کمي لحاظ وڅېړو، وبه وینو چې څومره پیسې، وخت او انرژي یې لګولي دي. یوازې هغه پیسې چې یوه هېواد د تېرې میلادي پېړۍ په اتیایمو او نویمو کلونو کې لګولې دي، نوي میلیارډه ډالر اټکل شوې دي. که هغه پیسې چې د همدې هېواد شیعه رقیبانو ورسره د مقابلې لپاره لګولې دي، هم ورسره جمع کړو، بیا به وپوهېږو چې اسلامي نړۍ نن سبا ولې په دې وضعیت کې ده. اوس نو تصور وکړئ چې که د دې ځواک او امکاناتو یوه برخه د خلکو د ژوند پر ښه کولو او د علم او فرهنګ پر ودې لګول شوې وای، موږ به نن په کوم ځای کې وو.
که څوک غواړې وپوهېږي چې موږ د درېمې زریزې او یو ویشتمې پېړۍ په پیل کې ولې د خورا خشنو تکفیري ډلو د ښکاره کېدو شاهدان یوو، باید زموږ د تاریخ په څه باندې زرو کلونو کې د دین په دننه کې د کرکې د خپرولو بهیر وځیري چې د دې ماجرا لانیني پټونه ورښکاره شي.
همدا وجه ده چې د دې کتاب لیکوال، غواړي دې تراخه حقیقت ته بیا بیا ګوته ونیسي چې تکفیر او تکفیريګري زموږ د تمدن هغه سرطان دی چې نن سبا یې خوله خلاصه کړې ده. د دې امت تر ټولو پوه او عقلمن بچي د تکفیر په وسله ځپل شوي دي او غږونه یې نا اورېدلي پاتې شوي دي. د عین القضات او شیخ شهاب الدین سهروردي غوندې نابغهګانو څخه رانیولې تر لاهوري اقبال او ابوزید او نورو پورې.