جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهامریکا په افغانستان کې خپلو پوځیانو ته د کورونا ضد واکسین تطبیق...

امریکا په افغانستان کې خپلو پوځیانو ته د کورونا ضد واکسین تطبیق پيل کړی

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۵) د امریکا سټار انډ سټرایپس ورځپاڼه وایي چې، امریکا په افغانستان کې خپلو پوځیانو ته د کورونا واکسین تطبیق پيل کړی دی.

دا ورځپاڼه چې د پوځ اړوند موضوعات خپروي، دا خبره یې هم د خپلو ځواکونو له قوله لیکلې ده.

د سرچینې په خبرکې راغلي چې، افغانستان ته د مودرنا واکسین بستې د جنورۍ په ۱۷مه لیږل شوي او د جنورۍ په اتلسمه امریکایي ځواکونو ته دا واکسین پيل شوی دی.

سرچینه د امریکا د پوځ د مسولانو په حواله وایي چې په لومړي سرکې دغه واکسین هغو کسانو ته ورکول کېږي چې، له کورونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي.

د سرچینې په خبره امریکا به له دې وروسته دا واکسین خپلو ټولو کارکوونکو او قراردادیانو ته تطبیق کړي.

له دې وړاندې د افغانستان دولت هم ویلي چې تر راتلونکي اوړي پورې به مرسته کوونکي هېوادونه د کورونا واکسین ور ورسوي.

تازه هندي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي، که افغان مسوولان یې ورسره ومني، هند چمتو دی چې د جنوبي اسیا د یوشمېر نورو هېوادونو په څېر افغانستان ته هم د کورونا ضد واکسین ولیږي.

امریکا داسې مهال په افغانستان کې خپلو پوځیانو ته د کورونا ضد واکسین د تطبیق لړۍ پيل کړې چې له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان مشرتدروس ادهانوم د کورونا واکسین د وېش پر پروسه نیوکه کړې وه.

د ادهانوم په وینا د نړۍ شتمنو هېوادونو لسګونه میلیونه واکسین اخیستی په داسې حال کې چې بېوزله هېوادونه هېڅ نه لري.

نوموړی وایي په ډېرو هېوادونو کې ډېرعمر لرونکي کسان واکسینو ته اړتیا لري خو په شتمنو هېوادونو کې آن پر ځوانانو واکسین وېشل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د نړۍ پر شتمنو هېوادونو غږ کړی وو چې له بې عدالتۍ تېرشي او په ټوله نړۍ کې واکسین اړمنو کسانو ته ورسوي.

د یادونې ده چې دمګړی امریکا، هند، روسیه او چین هغه هېوادونه دي چې واکسین يې بریالۍ پايله ورکړې او ټولو لومړی پرکورني ویش ټینګار کړی دی.

دا نیوکه داسې مهال کېږي چې اوس هم د نړۍ ګڼ هېوادونه د کورونا دوهمې څپې سره مخ دي او دې ته حیران دي چې څنګه یې مخنیوی وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب