شنبه, مې 4, 2024
Homeکلتورغزني کې د ادبي هڅو د پیاوړتیا په موخه مشک ادبي بهیر...

غزني کې د ادبي هڅو د پیاوړتیا په موخه مشک ادبي بهیر فعالیت پیل کړ

دا ادبي بهیر د پنج شنبې په ورځ د یو شمېر ادبپالو او فرهنګپالو لیکوالانو،شاعرانو، ممثیلینو او ادیبانو له لوري پرانیستل شو.
د بهیر مسؤولینو د یاد بهیر د فعالیت موخه په غزني کې د پیکه شویو ادبي او کلتوري هڅو بیا ژوندي  کول، د هیواد د نوموتو ادیبانو،شاعرانو او فرهنګیانو د یادونو تازه کول او د هغوۍ له کلاسیکو اثارو څخه په معاصره دوره کې په ښه توګه ګټه اخیستل وبلل.
بهیروالو زیاته کړه چې د مشک ادبي بهیر پر مټ به په نږدې راتلونکې کې په غزنی ولایت کې د الوګل کلنۍ ملي مشاعره هم جوړه کړي، چې د هیواد له بېلابېلو ولایتونو به پکې شاعران ګډون وکړي.
 هغوۍ دغه راز د بهیر بله مهمه موخه د مهمو کتابونو د مخ کتنې او سیمينارونو له لارې د ځوانانو د پوهي کچې لوړول او ښې ویناوالۍ ته چمتو کول ګڼي.
د بهير ګډونوال ديني عالم مولوي ظهور احمد ”  اصف ”  د ورته ادبي هڅو زیاتوالی د ولسونو د ويښتابه لپاره تر ټولو اغېزمنه لار ګڼي او په وینا یې ادب له بشپړ دیني ارزښته برخمن دی.
بل خوا د غزني د پوهنی پخوانی رییس او نوموتی ادیب محمدګل کوچی د دې بهیر فعالیت،په غزني ولایت کې د ادبي ارزښتونو د پالني ښه زمینه ګڼي او ټینګار کوي چې ادیبان دې ورته ادبي هڅې لا پیاوړي کړي.
ادبي بهیر ته د ګډونوالو شعرونو،غزلونو او ترنمونو لا ښکلا ور په برخه کړه او ګډونوالو ټینګار وکړ چې د دې بهیر اوونیزي ناستې به ورته پر رنګه دوامداره وساتي.

1 COMMENT

  1. دغه نوم دنومیالي عالم اوملي مبارز ملادین محمد مشک عالم له نامه سره خپل تړاو ښيی بایدچې د مشک عالم په نامه یادشي. دا به ددغه بهیر اوفرهنګي هڅوله پاره چې که کوم خاص سیاسي هدف په کې نه وي غوره نوم وی. په اوسنۍ بڼه دغه نوم نیمګړی دی. مشک بي عالم نیمګړی دی. نورموخوښه
    دوکتور رشید

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب