تاند(پنجشنبه، د دلوې ۲) امریکايي خپرونه پولیټیکو ادعا کوي چې د متحدو ایالتونو دفاع وزارت په ا فغانستان کې د اوسنیو عملیاتو په اړه مهم معلومات د امریکا له نوي ولسمشر جو بایډن څخه پټ ساتي.
د دې نشریې له راپور سره سم، بایډن ته، چې پرون (چهارشنبه) یې د امریکا د شپږڅلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړه، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمېدو په اړه معلومات نه ورکول کېږي او ویل شوي چې پنتاګون نه غواړي چې د نوي حکومت چارواکي، نه یوازې د افغانستان په اړه بلکې په افریقا کې د امریکا له ځانګړو عملیاتو او د کورونا واکسین د پروګرام په اړه خبر شي.
د نشریې د راپور له مخې، دا کار په پنتاګون کې هغه کسان کوي چې د پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ له لوري ګومارل شوي دي.
د پولیټیکو په باور د امریکا نوی حکومت به د مهمو او حساسو معلوماتو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شي.
جو بایډن پخوا لا په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر د کمېدو ملاتړ کاوه خو د ټولو پوځیانو له ایستلو سره موافق نه و.
بایډن په ۲۰۱۰ م کال هغه مهال چې د اوباما مرستیال و، افغانستان ته د لسګونو زرو پوځیانو له استولو سره مخالفت کړی و او ټینګار یې کاوه چې د افغانستان جګړه باید په محدود شمېر پوځیانو او د بې پېلوټه الوتکو په شان په ټکنالوژۍ کنټرول شي.