دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهقيصاري: که د حکومت رهبري وغواړي د عبدالرووف تښتوونکي ورښيم

قيصاري: که د حکومت رهبري وغواړي د عبدالرووف تښتوونکي ورښيم

تاند (پنجشنبه د دلوې ۲) نظام الدين قيصاري وايي، که ولسمشرغني، لومړی مرستيال امرالله صالح او امنيت شورا ترې غوښتنه وکړي، نو دی به د ۹ کلن عبدالرووف تښتوونکي ور وښيي.

د فاریاب ولایت د قيصار ولسوالۍ پخوانی امنيه قوماندان نظام الدين قيصاري چې اوسمهال په مزارشريف ښار کې اوسيږی، دغه څرګندونې یې په مزارشریف ښار کې له هغو معترضینو سره په لیدنه کې کړي چې د تښتول شوي عبدالرووف د راخلاصېدو په خاطر د بلخ ولایت مقام ته راټول شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د بلخ سيمه ييزه اداره او والي پوهېږي چې تښتوونکي څوک دي، خو په وينا يې چې له وېرې يې پر وړاندې عمليات نه شي کولی.

هغه وايي چې د بلخ له والي سره یې د تښتول شوي عبدالرووف په هکله خبرې کړي او د نوموړي اختطاف کوونکي یې ورته ښودلي، خو په وینا یې چې والي له وېرې تښتوونکي نه شي افشا کولی.

قیصاري ادعا کوي چې تېره اونۍ یې د کورنیو چارو وزارت د کشف رئیس ته یو کور ور وښود چې باید تالاشي شي، خو په خبره یې تر اوسه دا کار نه دی شوی.

د نظام الدین قیصاري په وینا، چې د کورنیو چارو وزارت د کشف ریاست یا له اختطاف چیانو ډارېږي او یا ورسره لاس لري چې پر وړاندې یې عملیات نه کوي.

خو د نظام الدین قیصاري ددغو څرګندونو په غبرګون کې د بلخ والي فرهاد عظیمي وايي چې د حکومت رهبري دې د قيصاري ادعاوې وڅېړي او که ثابته شوه چې دغه ادعاوې نمايشي او سياسي موخه ولري، نو بايد قانوني چلند ورسره وشي.

د ښاغلي عظیمي په خبره چې د عبدالرووف د خوشې کېدلو په خاطر یې له شلو ډېر عملیات تر سره کړي، خو هېڅ نښه په لاس نه ده ورغلې.

څو ورځې وړاندې ولسمشر غني ګواښ کړی و چې که چېرې عبدالرووف د اختطاف چیانو له منګولو ونه ژغورل شي د بلخ ټول ځايي چارواکي به له دندو ګوښه کړي.

د ښاغلي غني تر خبرو وروسته امرالله صالح ویلي چې د تښتول شوي ماشوم له کورنۍ سره یې کتلي او زیاته کړې یې ده چې په ۱۵ ورځو کې به عبدالرووف پیدا او خپلې کورنۍ ته وسپاري.

د عبدالرووف په نوم ۹ کلن ماشوم نژدې درې میاشتې وړاندې په بلخ کې هغه مهال چې ښوونځي ته پر لاره و د انسان تښتوونکو له خوا وتښتول شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب