دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهافغانستان له آیرلنډ نه لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه وګټله

افغانستان له آیرلنډ نه لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه وګټله

تاند ( پنج شنبه، د دلوې ۲) د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ایرلنډ کرکټ لوبډلې ته په لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه کې د ۱۶ منډو په توپیر ماته ورکړه.

افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې آیرلنډۍ لوبډلې ته د ۲۸۸ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان کرکټ لوبډلې له لورې رحمن الله ګربز، راشدخان او جاوید احمدي تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

ګربز ۱۲۷، راشدخان بیا چټکه نیمه سلیزه ووهله او جاوېد احمدي ۳۸ منډې جوړې کړې وې.

رحمن الله ګوربز لومړی افغان او د نړۍ په کچه شپاړلسم لوبغاړی شو چې په خپلې لومړۍ یوې ورځنۍ نړیوالې لوبې کې سلیزه ووهله.

مقابل کې ایرلنډۍ لوبډله ونه توانېده چې یاد هدف پوره کړي.

آیرلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۲ منډې جوړې کړې چې پکې ټکر تر نورو ډېرې ۸۶ منډې وکړې.

د توپ اچونې په برخه کې نوین الحق ښه وځلید او د خپلې لوبډلې په ګټه یې درې ویکټې واخیستې.

د یادونې ده چې دوهمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه به د روانې جنورۍ په ۲۴ نېټه ترسره شي.

1 COMMENT

  1. د کابل او نورو ښارونو کښي همدا د قاتلو تنظیمونو وحشیان تښتول ، غلاګانی او وژل کوی ، قاتل صالح هم د امنیت راوستلو په بهانه او د تروریست شعار لاندی یوازی ژورنالستان او ملی اشخاص وژنی دا د شورای نظار نوۍ تکتیک دی او د قدرت لیونۍ معاملګر دوی ته دا صحنه برابره کړیدی !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب