دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې ۳۲ طالب وسله وال وژل شوي

ننګرهار کې ۳۲ طالب وسله وال وژل شوي

تاند (پنجشنبه، دلوه ۲) افغان ځواکونه په ننګرهار کې د ۳۲ طالب وسلوالو د وژلو ادعا کوي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر څخه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي: ” نن سهار د ننګرهار ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د هوایي او ځمکنیو عملیاتو پر مهال ۳۱ طالب وسله وال وژل شوي او یو تن له درې میله کلاشینکوف سره يو ځای نیول شوی.”

بل طرف بیا نن سهار نهه بجې د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالي کې د یو هوایي برید په ترڅ کې د وسله والو طالبانو دوه مهم قومندانان وژل شوی او یو بل تن یې ټپي شوی دی.

طالبانو لاهم د دواړو بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.

افغان حکومت په داسې کې د یاد شمیر طالب وسله والو د وژلو ادعا کوي، چې په دوحه کې د سولې دویم پړاو خبرو کې له دواړو لوریو څخه افغان ولس د اوربند غوښتنه کوي.

له دې ټولو سره ـ سره بیا اندیښنې دادي، چې که د دواړو لوریو ترمنځ اوربند ونشي، نو ښایي د سولې روان مذاکرات پایله ورنکړي.

طالبان بیا تر ډیره هوایي بریدونه د امریکایي ځواکونو کار بولي، خو افغان حکومت ویلي وو، چې اوسمهال د هېواد پر ۹۶ سلنه خاوره هوایي او ځمکني عملیات دوی په خپلواک ډول ترسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب