د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دعراق په پلازمینه بغداد کې د دوه ځانمرګي بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د عراق په پلازمینه بغداد کې د دوه ځانمرګو بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۰ نورو ټپیان شوي دي.
د عراقي سرچینو د راپورونو له مخې دا دوه ځانمرګي بریدونه د بغداد په مرکز کې په یوه بیروبار بازار کې رامنځته شوي دي او له امله يې ۴۰ تنه ټپیان شوي دي.
د پیښې سیمه ییز پولیس او شاهدان وايي، دا دوه چاودنې د طیران میدان په بازار کې په پرله پسې توګه رامنځته شوي دي.
د عراق د پوځ ویاند، چې پولیس د دې انتحاریانو په تعقیب کې و او یادو کسانو د طیران په میدان کې د جامو په یو بازار کې ځان ته چاودنه ورکړه.
راپورونه ښايي چې په بغداد کې په تیر یو نیم کال کې دا لومړني ځان مرګي بریدونه وه چې ترسره شوه او له دې مخکې درې کاله وړاندې په یاد میدان کې یو ځانمرګی برید شوی وو او له امله يې ۳۱ تنه وژل شوي وو.
د دې برید مسولیت لا تراوسه هیڅ ډلې نده منلې.