جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپوهنې وزارت: پکتیا کې د نجونو لپاره ژمني کورسونه پرانیستل شول

پوهنې وزارت: پکتیا کې د نجونو لپاره ژمني کورسونه پرانیستل شول

تاند(پنج شنبه، د جدي ۲) د پوهنې وزارت ویلي، په پکتیا ولایت کې د نجونو لپاره ژمني کورسونه جوړ او پرانیستل شول.

د پوهنې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پکتیا ولایت په مرکز کې د نسوان په عالي لیسه کې د حماس خیریه بنسټ په مالي لګښت ژمني کورسونه جوړ شول.

خبرپاڼه زیاتوي، دا کوروسونه په پکتیا ولایت کې د ښځینه زده کوونکو د تعلیمي کچې لوړونې په موخه رامنځته شوي او د شپږو تنو مجربو لیسانس ښځینه ښوونکو لخوا يې د زدکړې بهیر پر مخ وړل کیږي.

د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي د یاد تعلیمي مرکز د پرانیستې پر مهال وویل، دوې هڅه کوي چې د هرې ممکنې لارې د خپلو ښځینه زدکوونکو تعلیمي کچه لوړه کړي، ترڅو زده کوونکي وکولاې شي چې د کانکور په آزموینه کې له ستونزو او مشکلاتو سره مخ نشي او د خپلې خوښې وړ پوهنځیو ته لار پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په لرې ولایتونو کې نجونو لپاره د زدکړې زمینه ډیره نده برابره او له همدې امله په ځینو ولایتونو کې چې یو له هغو څخه پکتیا دی چې ډیری نجونې نشي کولای چې په کانکور ازموینه کې ګډون وکړي او یا که ګډون يې هم کاوه د خپلې خوښې وړ پوهنځیو ته يې لاره نشوه پیدا کولای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب