Homeخبرونهد افغان جګړې د پای ته رسېدو په اړه د دیني عالمانو...

د افغان جګړې د پای ته رسېدو په اړه د دیني عالمانو او مفکرانو ناسته رابلل کېږي

تاند (پنجشنبه د دلوې ۲) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال د رابطه عالم اسلام په نامه بنسټ له رئیس او د اسلامي نړۍ له پېژندل شوي مفکر محمد بن عبدالکریم العیسی سره د سعودي په پلازمېنه ریاض کې کتلي دي.

د بهرینو چارو وزارت نن پنجشنبه په یوه بیان کې ویلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه بحث او خبرې وکړې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دواړو خواوو د افغان جګړې او وینې تویېدنې پر پای ته رسېدو ټینګا کړی.

په بیان کې د ښاغلي العیسی له قوله راغلي، په اسلام کې ترهګري نشته او زیاته کړې یې ده چې نباید جنایتکارانه او تروریستي اعمال په اسلام پسې وتړل شي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې دوی په افغانستان کې د جګړې پایته رسول خپل مسؤلیت ګڼي او ژمنه یې کړې ده چې ډېر ژر به د افغان جګړې پای ته رسولو په موخه د اسلامي نړۍ د عالمانو، مفتیانو او مفکرانو یوه ناسته راوبولي تر څو د افغانستان بحران ته یوه معقوله حل لاره ومومي.

د نوموړي په وینا چې په یاده ناسته کې به طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړي.

محمد بن عبدالکریم العیسی په داسې مهال د اسلامي نړۍ د عالمانو د ناستې رابللو خبره کړې چې تر دې وړاندې هم ګڼو دیني عالمانو په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اسلامي شرعیت خلاف عمل بللی دی.

د افغانستان په ګډون د نړۍ ګڼ شمېر دیني عالمانو د افغان جګړې په اړه فتواوې صادرې کړي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې روانه جګړه کوم دیني مشروعیت نه لري، بلکې واک ته د رسېدو هڅه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...