جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبادغیس کې ماین چاودنې درې تنه سرتیرو ته مرګ ژوبله واړوله

بادغیس کې ماین چاودنې درې تنه سرتیرو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند(پنج شنبه، د جدي ۲) د بادغیس د ولایتي شورا یو غړی وايي، پهبادغیس کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه سرتیري دې ولایت کې سړک غاړې ماین چاودنه وشوه او له امله يې دوه امنیتي سرتیري ووژل شول او یو ټپي شو.

د بادغیس د ولایتي شورا یو غړي خان جان ظفر رسنیو ته وویل، چې په دې ولایت کې د یو سړک غاړې ماین چاودنې له کبله دوه امنیتي سرتیري ووژل شول او یو تن بل هم ټپي شو.

نوموړي زیاته کړه چې دا پیښه پرون د دې ولسوالې په ودانۍ کې په داسې حال کې رامنځته شوه چې د امنیتي ځواکونو موټر له یوې سړک غاړې ماین سره ټکر وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د هیواد په بیلابیلو هیوادونو کې د وسله وال طالبانو او ملي امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې دوام لري او له دې امله دواړو لورو ته مرګ ژوبلې اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب