Homeخبرونههند؛ د واکسین جوړولو په کارخونه کې اورلګېدنې ۵ کسان وژلي

هند؛ د واکسین جوړولو په کارخونه کې اورلګېدنې ۵ کسان وژلي

تاند (پنجشنبه، دلوه ۲) د هندوستان د واکسینونو په تر ټولو لویه کارخونه کې اورلګېدنې ۵ کسان وژلي دي.

یاده کارخونه چې د هندوستان په لودیځ کې موقیعت لري، د نړۍ په کچه د واکسین جوړولو تر ټولو لویه کارخونه بلل کیږي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو تصویرونو کې لیدل کیږي، چې د شرکت له ودانۍ څخه لوګي پورته کیږي، خو مسوولین یې وايي، چې د واکسینونو پر تولید یې هېڅ اغېزه نه ده کړې.

د اورلګېدنې لامل له نه دی په ډاګه شوی.

د راپورونو له مخې د اور وژنې ډله په وخت سیمې ته ورسیده او اور یې تر کنټرول لاندې راوست، خو هغه پنځه کسان یې ونه شو ژغورلی، چې د اور په منځ کې بند پاتې وو.

د د دغې کارخونې یو مشر ادار پونا والا، پر خپل ټويټر په خپاره شوي پیغام کې وویلي:

”همدا اوس خواشینونکی خبر راورسېد، چې له بده مرغه په دغه پېښه کې د سر زیان اوښتی دی. دې خبر سخت خواشیني کړو او د هغو کسانو له کورنیو سره د زړه له تله خواخوږي څرګندوو، چې له موږ بېل او ووژل شول. ”

ښاغلی پونا والا وايي، چې د اکسفورډ استرازینیکا واکسین ‘چې په هند کې د کوواشیلډ نوم ورکړل شوی ‘ تولید پر بهیر به د دې پېښې له کبله ځکه هېڅ اغېز و نه شي، چې په وینا یې ”د داسې احتمالي وضعیت لپاره نورې ودانۍ خوندي ساتل شوې دي. ”

کواشیلډ له هغو واکسینونو څخه شمیرل کیږي، چې د هند حکومت تایید کړی او د کورونا د ضد واکسین په هغه پراخ پروګرام کې شامل دی، چې په نړۍ کې تر ټولو لوی او مهم بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...