تاند(پنجشنبه، د دلوې ۲) یو کانتینر کتابونه، چې له ایران څخه افغانستان ته صادرېدل، د دوو هیوادونو په پوله کې سوځېدلي دي.
د عرافان په نوم د یوې کتاب خپرندویې ټولنې مشر محمد ابراهیم شریعتي ایراني رسنیو ته ویلي چې د دوو هیوادونو پولې ته څېرمه د افغانستان په اسلام کلا بندر کې درې کانتینرونو اور اخیستی او پکې بار مال سوځېدلی دی.
د شریعتي په وینا د دغو درو کانتینرونو په یوه کې کتابونه بار وو.
دی وايي چې دا کتابونه په ایران کې چاپ شوي وو او ارزښت یې یو ملیارد تومانو ته رسېده.
که څه هم چارواکو تراوسه پورې د اور لګېدو د دلیل په اړه څه نه دي ویلي خو شریعتي وايي غالباً د موټرچلوونکو بې احتیاطي سبب شوې چې کانتینرونه اور واخلي.
د پېښې شاهدان هم وايي چې موټرچلوونکو ایشتوپ یا د ګازو ډبه د پخلي لپاره لګولې وه چې په نتیجه کې یې موټرو او پکې بار مال اور واخیست.
شریعتي وايي چې په یوه کانتینر کې له ۵۴۰ تر ۷۰۰ کارتنه کتابونه بار وو چې د هر کارتن ارزښت له ۲ تر ۴ ملیون تومانو پورې اټکل کېږي.
د شریعتي په وینا د کتابونو ډېره برخه د افغانستان د پوهنې وزارت کتابونه وو چې په ایران کې په غیرقانوني ډول چاپېږي او په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړل کېږي.