تاند(جمعه، د دلوې۳) د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت به زرګونو هغو افغانانو ته د وېزو ورکړه بیا پیل کړي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې له امریکايي پوځیانو سره همکاري کړې ده.
دغو کسانو ته د وېزو ورکړه د تېر کال په مارچ میاشت کې وروسته له دې چې کورونا وایرس خپور شو، وځنډېده.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت یوه چارواکي وویل، په کابل کې به د امریکا سفارت په فبرورۍ کې د وېزو ورکړه بیا پیل کړي او مستحق کسان به مرکو ته وروبولي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، د دې لپاره چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه خپلو چارواکو ته اجازه نه ورکوي چې له رسنیو سره خبرې وکړي، دغه چارواکي ونه غوښتل چې نوم یې څرګند شي.
ده ونه ویل چې څومره کسانو ته به د امریکا وېزې ورکړل شي.
په همدې حال کې بایډن ویلي چې امریکا ته د یو شمېر مسلمانو هیوادونو پر تګ د ټرمپ له لوري بندیز به د یوه فرمان له لارې لغوه کړي.