دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د اروپايي ټولنې جوړښت

د اروپايي ټولنې جوړښت

د وزیرانوشورا

ملي حکومتونه د اروپايي ټولنې ترټولوځواکمنه برخه اودهغې اصلي پریکړه کونکی ارګان دی.

د بېلابېلو ساحو مسول وزیران لکه صنایع،ترانسپورټ او کرهنه، د وزیرانو شورا په توګه،چې په رسمي ډول د اروپايي ټولنې شورا په نامه یادیږي په برسلز/بروکسل کې منظمې غونډې کوي.

شورا نوي قوانین جوړوي،خوپه یواځې سر دا کارونه نه کوي.

پام وکړئ چې د وزیران شورا او د اروپايي ټولنې شورا یا اروپايي شورا یوله بله سره توپيرلري. اروپايي شورا د اروپايي ټولنې د ۲۸ جمهوررییسانو او لومړي وزیرانوڅخه جوړه شوې چې لږترلږه په کال کې څلورځلې سرمشریزې غونډې کوي.

اروپايي کمېسیون

اروپايي کمېسیون د اروپايي ټولنې خوځونکی ځواک دی چې د ټولنې زیاتره ورځیني کارونه ترسره کوي او کټې ېې ساتي.

کمېسیون د اروپايي ټولنې یواځینۍ برخه ده چې دقوانینو وړاندیز کولاې شي، خود اروپايي پارلمان له لارې ېې د تصویبولو واک نه لري.

دا د وزیرانو دشورا او د اروپايي پارلمان کار دی.

اروپايي پارلمان

دا د اروپايي ټولنې یواځینۍ برخه ده چې په مستقیمه توګه ټاکل کېږي. راېې ورکونکي په هرو پنځوکلونوکې اروپايي پارلمان ته خپل استازي ټاکي.

مرکزونه ېې په برسلز/بروکسل او ستراسبورګ کې دي، د اروپايي پارلمان واکونه ډیر زیات شوي او زموږ په ژوند باندې ستراغېز لري. د اروپايي پارلمان غړي وکیلان داسې پریکړې کوي چې پر روغتیايی چارو، چاپېریال، زموږ کورني ژوند، زموږ کارونو اوداچې موږد ځینو خدمتونو لپاره څومره پېسې ورکوو، باندې اغېز لري.

د وزیرانو شورا په شان، پارلمان دهغې پروسې په ترڅ کې چې د ګډې پریکړې په نامه یادېږي قوانین جوړولاې شي. په بل عبارت، قوانین هغه وخت جوړېداې شي چې دواړه موسسې ېې تصویب کړي.

د قوانینو جوړولوترڅنګ، د مسولیت دوه نورې ساحې هم لري:

·   د اروپايي پارلمان غړي وکیلان د اروپايي ټولنې د بودیجې د تصویب واک لري، چې یواځې هغه وخت رسمي بڼه غوره کوي چې د پارلمان رییس ېې لاسلیک کړي.

·  پارلمان د اروپايي ټولنې د نورو موسسو په څارنې کې هم رول لري، لکه د کمېسیون د رییس او کمشنرانو د تایید یا ردولو واک.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب