دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+نوې څېړنه: چای، قهوه او د عمر ډیریدل

نوې څېړنه: چای، قهوه او د عمر ډیریدل

شرف الدین عظیمی

د خوراکي توکو یو کارپوه وایي: که غواړﺉ چې ډیر ژوند وکړﺉ او ښه روغتیا ولرئ نو چای او قهوه څښئ.

دغه کارپوه پرفیسر ګري ویلیام سون د لیدز پوهنتون استاد دی او لارښوونه کوي چې هرورځ باید په متعادله توګه چای او قهوه سره له چاکلېټو نوش جان کړو.

دهغه په وینا چاکړیت چای او قهوه له هغو څښونکو موادو څخه دي چې د عمر د ډیردو او د روغتیا د ساتلو لپاره باید کار ځینې واخلو.

په اصل کې خو ویلیام سون د عمر دډیریدو لپاره د اړینوخوراکي موادو یو۲۰ فقریي لست وړاندې کوي چې په لست کې ټول مواد یې له یو ډول کیمیاوي مادې (پلي فنولونو) څخه برخمن دي.

دغه ماده د بدن د روغ ساتلو لپاره ډیرې ګټې لري له هغې جملې څخه یو دا چې د زړه د ناروغۍ لپاره ډیره ګټوره ده.

نوموړی ټینګار کوي: دغه خوراکي او څښوونکي مواد د زړبودۍ چټکتیا هم کمزورې کوي او ډیره ونډه یې له طبیعي پیښو څخه دسلولونو په ساتنه او څارنه کې وي.

ویلیام سون همداراز څرګندوي: څیړنو ښودلې ده چې پلي فنولونه د بدن د ساتلو ځانګیړنه لري او نه شتون یې د سبو او شنیلیو له نه خوړلو څخه رامینځ ته کیږي چې بیا انسان د ناروغیو پر وړاندې مقاومت نشي کولی او د بیلابیلو ناروغیو ښکار ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب